Language

دامریکا لوی درستیز له ایتلافی جنرالانو سره دداخلي بریدونو په اړه خبرې وکړې

کابل ( پژواک ۳۰ زمری ۹۱ ) : دامریکا لوی درستیز چې اوس مهال په افغانستان کې دی، له یو شمیر افغان او ناټو قوماندانانو سره ولیدل.

په کابل کې دایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دزمري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دامریکا لوی درستیز جنرال مارټن ډیمپسي او د امریکا د بحري ځواکونو قوماندان جنرال جیمز میټس نن په کابل کې د ناټو لوی قوماندان جنرال الن او یو شمیر لوړ پوړو اتحادي قوماندانانو سره ولیدل.

سرچينې زیاته کړه چې له امریکا څخه راغلي لوړ پوړي نظامي پلاوي له یادو قوماندانانو سره په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

تر دې لیدنو وروسته د ناټو لوی قوماندان جنرال جان الن وویل : (( موږ نن دوسلوالو مخالفینو د ځپلو او دافغان ملي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه ډیرې مهمې خبرې او بحثونه وکړل . ))

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې  دناټو او ایساف ځواکونو کمپاین په سمه توګه روان دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په کابل کې تر لیدنو وروسته یادو امریکایي جنرالانو له نورو ایساف او افغان نظامي چارواکو سره دلیدنو په موخه بګرام ته روان شول.

ټاکل شوې ده، چې دامریکا لوی درستیز جنرال ډیمپسي په بګرام کې یو شمیر امریکایي سرتیرو ته د تقدیرنامو ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

که څه هم دایساف په خبرپاڼه کې دیادو لیدنو نورجزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کیږي چې ددې خبرو اترو مهم موضوع د ځواکونو ترمنځ داخلي بریدونه وو، چې په دې وروستیو کې مخ په زیاتیدو دي.

دیادونې وړ ده چې دروان زیږدیز کال له پیل راهیسې دافغان ځواکونو لخوا پر ناټو ځواکونو ۳۰ بریدونه شوي دي چې له امله یې ۴۰ بهرني سرتیري وژل شوي، چې ډیری یې امریکایي دي.

دا ډول بریدونو دایساف او امریکا اندیښنې زیاتې کړې او دامریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا پرون ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ددې بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.