مزارشريف (پژواك ٣٠ زمرى ۹۱): د بلخ د ولايتي شورا، په دغه ولايت كې د ځينو وزارتونو د كار كولو وړتيا كمزورې وښود او پر سليقوي چارو يې تورن كړل.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس ډاكټر محمدافضل حديد له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې په تېرو درېيو كلونو كې يې د خلكو او حكومت ترمنځ د واټن كمولو هر اړخيزې هڅې كړې دي.
نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم بلخ ولايت د هېواد په كچه د پرمختللو ولايتونو په ډله کې راځي خو لا هم په دغه ولايت كې د خلكو له غوښتنې سره سمې اړتياوې نه دې پوره شوې.
د هغه په وينا، كه څه هم په تېرو لسو كلونو كې د بيارغونې هر اړخيزې چارې په ډېرې چټكتيا سره پر مخ تللې، خو په ولسواليو كې لا هم ډېرې ستونزې شته دي.
د ولايتي شورا رييس وويل، چې د بيارغونې چارې تر ډېره ښارونو پورې محدودې دي، چې بايد ولسواليو ته هم په پوره توګه وغځېږي.
نوموړي زياته كړه، چې كه په ولسواليو كې د روغتيايي ستونزې تر ډېره حل دي، خو لويې لارې يې لا هم نه دي قير شوې، د څښاك او د كرنيزو اوبو ستونزې لا هم شته دي او د برېښنا نشتوالى خو يې لا هم پسې كړوي.
د هغه په وينا، دوى ته هره ورځ د بلخ ولايت د بېلابېلو سيمو لسګونه اوسېدونكي راځي او خپل ستونزې ورسره شريكوي.
ډاكټر حديد وويل، چې دوى هم بار بار د بلخ څوارلس ولسواليو ته سفرونه كړي او د خلكو شكايتونه يې اورېدلي دي.
نوموړي زياته كړه، چې د خلكو د همدغو شكايتونو پر بنسټ د خلكو د ستونزو د حل په موخه يې څه موده وړاندې كابل ته رسمي سفر درلود.
د هغه په وينا، په دغه سفر كې يې له ټولو اړوند وزارتونو سره ليدنه وكړه، چې په بلخ ولايت كې چارې روانې دي.
د ولايتي شورا رييس حديد وويل: ((د يو شمېر وزارتونو له كار څخه راضي نه يو، د كار كولو ظرفيت يې ښه نه دى او يا هم سليقوي چلند كوي.))
نوموړي د اوبو او برېښنا، د فوايد عامې او ماليې وزارتونو يادونه وكړه، چې په بلخ ولايت كې اړوند چارې سمې پر مخ نه ځي.
د هغه په وينا، دوى بار بار په دغه ولايت كې له يادو وزارتونو سره اړوند ستونزې شريكې كړې خو لا يې كومه ځانګړې نتيجه نه ده وركړې.
د ولايتي شورا رييس وويل، چې د بلخ ولايت له لارې ټول هېواد ته برېښنا غځول شوې، خو لا هم د دغه ولايت مركز مزارشريف ښار د برېښنا ستونزه نه ده حل شوې.
د دغه ښار اوسېدونكي هم د برېښنا له ټكتيتوب څخه سر ټكوي.
د درېيمې ناحيې اوسېدونكي سالم خان پژواك اژانس ته وويل، چې له تېرو څو كلونو يې برېښنا پار چاوي لري، چې له بار بار هڅو څخه وروسته يې هم برېښنا ښه شوې نه ده.
نوموړي زياته كړه، چې څه موده وړاندې په ښار كې ۱۵۲ كيلو واټه ترانسپمر هم پرانيستل شو؛ خو لا يې هم د برېښنا ستونزه نه ده حل شوې.
د هغه په وينا، په څلوريشت ساعتونو كې نږدې لس ساعته برېښنا نه وي او كله كله خو شپه ورځ وركه شي.
د ولايتي شورا رييس د ماليې وزارت د كار د سستوالي په اړه وويل، چې پر ټاكلي وخت ولايت ته بوديجه نه شي رسولى.
نوموړي زياته كړه، دى هيله كوي، چې ياد وزارتونه په دغه ولايت كې په خپلو چارو غور وكړي او د ښه كېدو لارې چارې يې ولټوي.
هغه د ځينو وزارتونو له چارو خوښي څرګنده کړه، خو د کوم نوم يې وانه خيست.