Language

طالبان ادعا کوي چې له څرخي پله زندان څخه یو شمیر بندیان تښتیدلي

کابل ( پژواک ۳۱ زمری ۹۱ ) : وسلوال طالبان ادعا کوي، چې ۱۵ بندیان یې د کابل له څرخي پله زندان څخه تښتیدلي دي، خو دولت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالب ویاند ذبيح الله مجاهد لخوا د زمري په ۳۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا کسان د څرخي پله زندان له شپږم زندان څخه تښتیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې یاد بندیان چې ډیری یې طالبان وو، په اعدام او یا هم اوږده بند محکوم شوي وو او له تښتیدلو وروسته دطالبانو لیکو او خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تښتیدلي طالبان، سميع الله ، دلاور ، ولي جان ، ضيا احمدکندهاری ، ضیااحمدغزنوي ، مولوی صالح محمد ، ذبیح الله ، صبور ، عمر ، مسعود ،صديق  او مسعود ثاني نومیږي.

دڅرخي پله زندان یوه بندي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ومنل چې تیره شپه یاد بندیان تښتیدلي دي.

سرچینې زیاته کړه (( موږ هم نن خبر شو، چې د شپږم بلاک ددرییم پوړ یو شمیر بندیان تښتیدلي دي.))

خو دا چې دا بندیان په څه ډول توانیدلي چې له زندان څخه پښې سپکې یاد زنداني یې په اړه معلومات نه درلودل.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت  او دزندانونو مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.