Language

لښکرګاه (پژواک ٣ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په دو راهي سيمه کې د ٣٠٣ ډوله موټر د اوښتو له امله شپږ تنه مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي د وږي په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ٩ بجې له هرات څخه د کابل پر لور د تلونکي ٣٠٣ ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې، چې موټروان او کلينر يې تښتېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ټپيان او مړي په ګرشک ولسوالۍ کې ايمرجنسي روغتون ته وړل شوي او د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

احمدي وويل، چې په مړيو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو ده يې په اړه کره معلومات نه درلودل.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوه کارکوونکي د نوم په نه اخېستو پژواک اژانس ته وويل، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د دوى څانګې ته شپږ مړي او شل ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو د حالت په اړه نور معلومات نه درلودل.

د هلمند د ترافيکو مديريت مرستيال داود نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي او ياده مرګ ژوبله يې ومنله.

نوموړي زياته کړه، چې تراوسه دا هم نه ده معلومه ، چې ياد ٣٠٣ موټر د کوم شرکت اړوند دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.