غزني ښار (پژواک، ۳ وږي ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په قره باغ، اندړو او اجرستان ولسواليو کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ١٠ وسلوال وژل شوي او ٩ ژوندي نيول شوي دي.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د وږي په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو يو لړ ځانګړي عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د طالب قوماندان ذاکر په ګډون اته وسلوال وژل شوي او پنځه نور يې له وسلو سره يوځاى نيول شوي دي.
د ده په خبره، د دي ترڅنګ د غزني د اندړو ولسوالۍ د ګبرو په سيمه کي هم د ملي امنيت ځواکونو له لوري دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې ياد وسلوال طالبان له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هم د ملي پوليسو له لوري يو لړ عمليات پيل شوي، چې تراوسه يې څلور وسلوال طالبان له وسلو سره يو ځاى نيولي دي.
د غزني د والي مرستيال وايي، چې دغه عمليات د يادې ولسوالۍ د محمديار په کلي کې پيل شوي او تراوسه په سيمه کې روان دي.
د هغه په وينا، په ټولو پېښو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په يوه نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي وو.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.