Language

اووه وسلوال طالبان او دوه عام وګړي ووژل شول

لښکرګاه (پژواک ٤ وږى ٩١): د هلمند په بېلابېلو امنيتي پېښو کې اووه وسلوال طالبان او دوه عام وګړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د وږي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د لښکرګاه–ګرشک پر لويه لاره د ٦٠١ سړک په مربوطاتو کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې اووه وسلوال طالبان وژل شوي،پنځه ټپيان او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

فرهنګ وايي، چې له وسلوالو څخه وسلې، مخابرې، ماينونه او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې پوليسو او عامو وګړيو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يوه بل خبر له مخې، چې په مارجې او ناوې ولسواليو کې د چاودنو له امله دوه عام وګړي وژل شوي دي.

د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان پژواک ته وويل، نن سهار د ملکي وګړيو پر تونس موټر چاودنه وشوه، چې له امله يې د ملا وزير په نوم يو عام وګړى وژل شوى دى.

بلخوا د ناوې ولسوالۍ امنيتي مسوولين وايي، چې تېر مازيګر ناپېژانده وسلوالو پر يوه کس، چې په جومات کې پر لمانځه ولاړ و، ډزې کړې، هغه يې وژلى او په خپله تښتېدلي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په سنګين او باباجي سيمو کې يو شمېر کورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.