چاريکار (پژواک، ٤وږى ٩١): د پروان چارواکي وايي ،چې د دې ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان سره له دوو ملګرو له دولت سره يوځاى شو.
د پروان والي عبدالبصير سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوى قوماندان زړګى د دې ولايت د ملي امنيت رياست د کوښښونو په پايله کې، نن (د وږي ٤مه) له درې ميله کلاشينکوفونو سره يوځاى د طالبانو له ليکو جلا او له دولت سره يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
نوموړي زياته کړه، ياد شوي قوماندان چې د ١٥ کسيزې ډلې مشري يې کوله، د سياه ګرد ولسوالۍ په قمچاق او جوى دختر سيمو کې د دولت پر ضد ورانکارې کړنې ترسره کولې.
د پروان والي زياته کړه: ((له دولت سره د دې قوماندان په يوځاى کېدو د يادو سيمو ١٥٠٠ کورنۍ د طالبانو له منګولو خلاصې شوې.))
سالنګى وايي، چې قوماندان زرګى او ورسره دوه تنه ملګري يې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې وګومارل شول، ترڅو د طالبانو پر وړاندې فعاليت وکړي.
زړګي د ولايت په مقام کې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: ((زموږ سيمه کې تل جګړه وه، هلکان او نجونې ښوونځيو ته نه شواى تلى، وينه تويېده، نو تصميم مې ونيو ،چې له دولت سره يوځاى شم.))
دى وايي، هڅه کوي چې نور ملګري يې هم له دولت سره يوځاى شي.
ده له دولت څخه وغوښتل چې د ده او د ده د کورنۍ د امنيت ساتلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د پروان والي وايي، چې دولت به د دغو کسانو ملاتړ وکړي او هڅه کوي چې نور وسلوال مخالفين هم له دولت سره يوځاى کړي.
د سياه ګرد د جوى دختر سيمې يوه اوسېدونکي عبدالستار له دولت سره د زړګي او د هغه ملګرو يوځاى کېدل ښه کار بولي او زياتوي، چې په دې سره به په سيمه کې جګړه پاى ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې هم په سياه ګرد ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو يوه ١٨ کسيزه ډله له دولت سره يوځاى شوې وه.
د سياه ګرد په ولسوالۍ کې تېرې درې ورځې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.
امنيتي چارواکي وايي چې په دې نښتو کې يو ملکي وګړى او دوه طالبان وژل شوي، ٧ طالبان او دوه پوليس ټپيان دي.
د يادو ټولو پېښو په اړه وسلوالو طالبانو تردې دمه څه نه دي ويلي.