Language

مزارشريف (پژواک، ۵ وږی ۹۱):په بلخ ولايت كې د سولې له بهير سره يوځاى شوى يو وسلوال طالب صلاح الدين وايي، چې د پاكستان استخباراتي كړۍ لاهم په دغه ولايت كې بې سواده ځوانان د دولت مخالفت ته هڅوي.

هغه د محمد داوود په مشرۍ د پنځه كسيزه ډلې يو وسلوال دى، چې نن(د وږي په ۵مه)، د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا په هڅو د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.

صلاح الدين د سولې بهير سره په يو ځاى کېدو خوښي څرګنده كړه؛ خو اندېښنه يې وښوده، چې لا هم د پاكستان استخباراتي كړۍ په دغه ولايت كې بې سواده ځوانان جنګ ته هڅوي.

نوموړي ادعا وکړه، چې دى د پاكستان د استخباراتي كړۍ له لارې دغې ډلې سره يو ځاى شوى و او له تېرو دوو كلونو راهيسې يې په خپله سيمه كې ورانكارې کړنې ترسره كولې.

 د هغه په وينا ده ليدل، چې ښوونځي سوځول كېدل، ښوونكي وژل كېدل او د سيمې د ناامني لپاره د دولت پر خلاف هر ډول كړنو ته هڅول كېدل.

 صلاح الدين وويل، چې له همدې امله يې دغه لاره پرېښوده.

 د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا مشر اختر محمد ابراهيم خېل د دغو كسانو د تسليمېدو په مراسمو كې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ډلې په چهاربولک ولسوالۍ كې د دولت پر خلاف كړنې ترسره كولې.

 د هغه په وينا ، د يادې وسلوالې ډلې له تسليمېدو سره، چې پنځه ميله وسله يې هم له ځان سره راوړې، د دغې ولسوالۍ په امنيتي حالت كې به خورا بدلون راشي.

 ابراهيم خېل زياته كړه، چې د سولې له بهير سره يوځاى شوي كسان په سيمه ييزو پوليسو كې هم جذب کېداى شي او د ازاد كاروبار له لارې هم خپل ژوند پر مخ بيولى شي.

 د يادونې ده ، چې له ١٣٨٩ لمريز کال راهيسي په بلخ ولايت کې څه باندې دوه سوه او د هيواد په کچه له ٤٨٠٠ څخه زيات وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.  

Related Topics