ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تهران درې اړخيزه غونډه د چابهار پر سوداګريز بندر خبرې کوي

د تهران درې اړخيزه غونډه د چابهار پر سوداګريز بندر خبرې کوي

author avatar
26 Aug 2012 - 16:40
د تهران درې اړخيزه غونډه د چابهار پر سوداګريز بندر خبرې کوي
author avatar
26 Aug 2012 - 16:40

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩١): نن د تهران په درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان لپاره د مهم سوداګريز بندر”چابهار” له لارې د ترانزيټي همکاريو پر پراختيا خبرې کېږي.

دغه غونډه چې په تهران کې نن ترسره کېږي د افغانستان، ايران او هندوستان د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په کچه جوړه شوې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه ناسته به په اقتصادي برخه کې د درې اړخيزه همکاريو په عمده اصولو او چوکاټ، د چابهار بندر پر پراختيا او د دغه بندر له لارې د سوداګريزو او ترانزيټي همکاريو پر پراختيا متمرکزه وي.

ده هيله څرګنده کړه، چې دغه ناسته به نه يواځې د افغانستان، ايران او هند ترمنځ سوداګريزو همکاريو ته وده ورکړي، بلکې په سيمه کې به هم د اقتصادي ودې لامل شي.

د ده د معلوماتو له مخې، ياده درې اړخيزه ناسته به تر دې وروسته په هرو شپږو مياشتو کې جوړيږي.

دى وايي، چې په راتلونکو غونډو کې به پر ګډې پانګونې، د کابل-چابهار-دوبۍ ترمنځ د هوايي ليکې پر رامنځته کولو او په سوداګريزو معاملو کې د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره په چابهار کې د خصوصي بانکونو پر تاسيس خبرې وشي.

د ده په خبره، د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو پراختيا او په ځانګړې توګه د چابهار بندر له لارې د ترانزيټي همکاريو پراختيا ډېر زيات اهميت لري.

دغه بندر، چې نړيوالو اوبو ته لار لري، د ايران په سوېل ختيځ کې موقعيت لري او د افغانستان د نيمروز له ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې پروت دى.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معلوماتو له مخې، د ايران د چابهار بندر افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر په پرتله، ١٠٠٠ کيلومتره لنډ دى.

دا مهال د افغانستان شاوخوا ٨٠ سلنه سوداګر خپل سوداګريز توکي د کراچۍ بندر له لارې وړي راوړي، خو افغان سوداګر وايي، چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد له لارې د توکو په لېږد کې ورته ستونزې جوړوي.

د موسى زي د معلوماتو له مخې، افغانستان او ايران د روان ميلادي کال په اپرېل مياشت کې دوه اړخيز هوکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې يې د ايران حکومت په چابهار بندر کې يوه اندازه ځمکه د افغان سوداګرو په واک کې ورکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او د ايران د چابهار بندر د مديره پلاوي ترمنځ د شوې پرېکړې له مخې، ايران افغان سوداګرو ته د دغه هېواد په چابهار بندر کې د پانګونې په موخه ٢٥٠ جريبه ځمکه په واک کې ورکړې ده.

موسى زي وويل، چې دغه ځمکه د افغان سوداګرو ستونزې تر ډېره بريده لرې کولى شي.

په وچه کې د راګير هېواد افغانستان لپاره داسې يو بندر ته لاسرسى ډېر اهميت لري؛ ځکه چې په دغه کار سره به يې پر پاکستان تکيه کمه شي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند همداراز په نننۍ ناسته کې يادونه وکړه، چې افغانستان به د ناپېيلو هېوادونو د غورځنګ ( NAM ) په غونډه کې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په تهران کې جوړېږي، ګډون وکړي.

د ده په وينا، د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول به د راتلونکې سې شنبې په ورځ تهران ته ولاړ شي ترڅو د ياد غورځنګ د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په هغې غونډه کې ګډون وکړي، چې د دغه خوځښت د مشرانو غونډې ته د تيارۍ په موخه جوړېږي.

ده وويل، چې افغانستان د دغه غورځنګ د رامنځته کوونکو هېوادونو له ډلې دى او له همدې امله به په دې غونډه کې فعال حضور ولري.

د موسى زي د معلوماتو له مخې، د ناپېيلو هېوادونو د غورځنګ موخه، له سوله ييزو لارو د نړيوالو کړکېچونو حل کول او په سيمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو پياوړي کول دي.

ده وويل، چې افغانستان د دغه خوځښت په ټولو ناستو کې ګډون کړى دى.

د افغانستان په ګډون ١١٨ هېوادونه د ياد غورځنګ غړي دي او ١٧ هېوادونه د څارونکي په توګه د دغه خوځښت په ناستو کې ګډون کوي.

د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته، په ١٩٥٥ زېږديز کال کې د ٢٩ اسيايي او افريقايي هېوادونو له خوا رامنځته شو.

 افغانستان په ١٩٦١ کال کې د دغه خوځښت غړيتوب خپل کړى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په نننۍ خبري ناسته کې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې د حقاني شبکې د مهم غړي بدرالدين حقاني وژل به له مخالفينو سره د سولې پروسه اغېزمنه کړي که نه؟ وويل، چې د افغانستان دولت د سولې پروسې پر مخ بېولو ته پوره ژمن دى.

ده زياته کړه: “د افغانستان دولت له ټولو هغو هڅو چې له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې او په افغانستان او سيمه کې د ناامنيو د له منځه تلو لامل کېږي، هرکلى کوي.”

پرون امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز خبر ورکړ، چې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حقاني شبکې عملياتي قوماندان بدرالدين حقاني، چې د دې شبکې د مشر سراج الدين حقاني ورور دى، وژل شوى دى.

خو وسلوالو طالبانو د بدرالدين حقاني وژل په کلکه رد کړي دي.

موسى زي وويل، چې د افغانستان دولت به د هغو کسانو پر وړاندې چې اساسي قانون، د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې او د ښځو حقوق نه مني او د سولې غوښتونکي نه دي، د خپلې مبارزې هڅو ته دوام ورکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.