Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ختيځو ولايتونو خوارځواکي ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

جلال اباد (پژواک، ٥ وږى ٩١): د ننګرهار پوهنتون د روغتون سرطبيب وايي، که د ماشومانو نړيوال صندوق د روغتيايي شيدو مرستې بيا پيل نه کړي، د ختيځو ولايتونو خوار ځواکي ماشومان به د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د دغه روغتون سرطبيب ډاکټر ناصر کامه وال د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې روغتون يې په هرو شلو ورځو کې پنځلس خوار ځواکي ماشومان بستروي چې د عامې روغتيا رياست له لارې دغو ماشومانو ته د اېف ٧٥ په نوم روغتيايي شيدې د ماشومانو نړيوال صندوق ( unicef) ورکوي.

هغه زياته کړه، چې له څه مودې راهيسې د عامې روغتيا او يونيسف په زېرمتونونو کې دغه شيدې خلاصې شوې دي.

نوموړى وايي: ((د شيدو د خلاصېدو له امله ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.))

ډاکټر ناصر کامه وال وويل، چې د خوار ځواکي ناروغي د هغو خلکو په ماشومانو کې پيداکېږي، چې اقتصادي وضعه يې ټيټه، مېرمنو او ماشومانو ته پوره او سم خواړه نه شي برابرولى.

د کامه وال په اند، د خلکو ناپوهي او د ماشوم په وجود کې د مېکروب شتون دغې ناروغۍ ته د فعاليت ښه زمينه برابروي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د تغذيې د څانګې مشر ډاکټر شېراغا ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت له مرکز سربېره په کامې، غني خېلو او خوګياڼو ولسواليو کې د خوار ځواکو ماشومانو لپاره پنځلس بستريزې څانګې لري، چې په منځنۍ کچه ورته د مياشتې سل تنه د بستر لپاره ور وړل کېږي.

ډاکټر ساپي وويل، چې د اېف ٧٥ په نوم شيدې يواځې په پوهنتون روغتون کې ختمې شوي او په پاتې نورو مرکزونو کې لا شته.

نوموړى زياتوي، چې د اېف ٧٥ شيدو پر ځاى د اړتيا پر مهال دوى اېف ١٠٠ شيدې خوار ځواکو ماشومانو ته ورکوي، چې د ډېرو اوبو په ګډولو سره د اېف ٧٥ ځاى نيسي.

ډاکټر شېراغا د روغتيايي شيدو نشتوالى په کراچۍ بندر کې د ماشومانو د نړيوال صندوق د مالونو ځنډ وباله.

د هغه په وينا، د پوهنتون د روغتون لويه ستونزه دا ده، چې د کافي پرسونل نشتوالي له امله نه شي کولى د خوار ځواکو ماشومانو ښه درملنه وکړي.

د سره رود ولسوالۍ يوې اوسېدونکې نجيبې پژواک ته وويل، چې د خپل ماشوم لپاره د شيدو ترلاسه کولو په موخه پوهنتون روغتون ته راغلې وه، چې د شيدو د نشتوالي له امله خالي لاس کور ته ځي.

نوموړې زياته کړه، لويه ستونزه دا ده، چې دغه روغتيايي شيدې په ښارونو کې نه پيدا کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.