هرات ښار (پژواک، ٥ وږى ٩١): د هرات پوليسو هغه چا ته د انعام اعلان وکړ، چې په دغه ولايت کې د تښتوونکو، د هغوى د ځاى، ترهګرو او نورو ورانکارو په اړه معلومات ورکړي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت پوليسو پرېکړه کړې چې د ورانکارو پر ضد جدي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه، چې امنيت د خلکو حق دى، خو له بده مرغه د افغانستان د خلکو دښمنان د انسان تښتوونکو ډلو، د ماينونو ځاى پر ځاى کوونکو، د چاودنو او ځانمرګو بريدونو ترسره کوونکو د ټولنې نظم او امنيت ګډوډ کړى او خلک ارام ژوند ته نه پرېږدي.
د نوموړي په وينا، پوليس نه يواځې د دغو خلکو په اړه د هر ډول معلوماتو ورکوونکو ته هرکلى وايي، بلکې له سلو زرو څخه تر يو ميليون افغانيو انعام او جايزه هم ورکوي، څو خلک د دوى له شر څخه په امان شي.
نېکزاد وويل، چې د امنيه قوماندانۍ له خوا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اطلاع ورکوونکو ته ځينې شمېرې خپرې کړې، څو خلک د ورانکارو په اړه اړوندو ادارو ته معلومات ورکړي.
دغه راز په خبرپاڼه کې له هغو خلکو، چې اولادونه يې د خلکو له خوا ځورول کېږي، غوښتل شوي، چې په دې برخه کې له پوليسو سره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې ګواښنه شوې، که چېرې مور او پلار په دې برخه کې له پوليسو سره همکاري ونه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د هرات پوليسو يادې پرېکړې په داسې حال کې کړې، چې په ولسي جرګه کې د هرات ولايت ١٧ استازو تېره مياشت په دغه ولايت کې د مخ په زياتېدونکو نا امنيو او تښتوونکو په غبرګون د ولسي جرګې په ودانۍ کې احتجاج وکړ.
د دوى په وينا، په تېرو دوو اونيو کې په هرات کې ١٥ تنه تښتول شوي دي.
د هرات امنيه قوماندان وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې ٥٦ کسان د تښتونې په تور نيول شوي او د تښتونې د ١٧ پېښو مخنيوى شوى دى.