Language

کابل ښار (پژواک ٦ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د وسلوالو طالبانو له خوا د هلمند ولایت د یو شمېر اوسیدونکو وژنه  په کلکه وغندله.

د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو طالبانو د دوو ښځو په ګډون له ١٧ هغو عامو وګړو سرونه پرې کړي او وژلي يې دي، چې د سيمه ييزې موسيقۍ په يوه پروګرام کې يې ګډون کړى و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په ٦ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسلوالو طالبانو پرون د هلمند ولایت د كجكي ولسوالۍ د شاكارېز د روشن اباد په سيمه كې د دوو ښځو په ګډون له ۱۷ تنو څخه سرونه غوڅ کړل.

د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزى د طالبانو له خوا د خلکو  ډله يیزه وژنه د شریعت د احکامو پرخلاف ستر جنایت او نه بښونکی عمل ګڼي او د دغه ډول عملونو ترسره کیدل د هغوی په لیکو کې د بې بندوبارۍ څرګنده نخښه بولي او په کلکه يې غندي.

خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو اړوندو امنیتي ادارو ته د څېړنو د ترسره کولو امر کړی دی.

د دغې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.