ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تهران په درې اړخيزه غونډه کې د يوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وشوه

د تهران په درې اړخيزه غونډه کې د يوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وشوه

author avatar
27 Aug 2012 - 13:07
د تهران په درې اړخيزه غونډه کې د يوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وشوه
author avatar
27 Aug 2012 - 13:07

 کابل ښار (پژواک، ٦ وږى ٩١): د افغانستان، ايران او هندوستان د بهرنيو چارو وزارتونو په درې اړخيزه غونډه کې، چې په تهران کې جوړه شوه، د چابهار بندر په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره د وږي په ٦مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د درېيو واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو ترمنځ د چابهار بندر له لارې د پانګې اچونې په موخه غونډه وشوه.

د سرچينې په وينا، د درېيو واړو هېوادونو ترمنځ د چابهار بندر له لارې د پانګې اچونې د پيل کولو په ګډون، د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د همکاريو د پراختيا په موخه د لارو چارو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه کاږي، درېيو واړو خواوو هوکړه وکړه، چې يوه ګډه کاري ډله به، چې د يادو هېوادونو له استازيو به جوړه وي، په راتلونکو درېيو مياشتو کې په چابهار کې سره راټولېږي.

سرچينه زياتوي،دغه راز هوکړه وشوه، چې د غونډې د کره نېټې په اړه به پرېکړه د ډيپلوماټيکو مجراوو له لارې وشي.

د يادونې ده، چې د چابهار بندر ۱۷زره کيلومتره مربع مساحت لري او د ايران په سوېل ختيځ کې د هند سمندر ته نږدې پروت دی.

هندوستان د هند د سمندر له لارې او افغانستان د لوېديځ له لارې دغه بندر ته لاره لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.