چاريکار (پژواک،٦ وږى ٩١): د پروان ولايت د جبل السراج برېښنا فابريکې د بيارغونې چارې له شپږ مياشتني ځنډ وروسته پيل شوې، چې له امله به يې سلګونه کورنۍ د برېښنا له رڼا څخه ګټه پورته کړي.
د جبل السراج ولسوال سمندر سکندري د وږي په ٦مه، ددې پروژې د پيلولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې فابريکې د بيارغونې چارې دوه کاله مخکې د ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ار ټي) لخوا پيل شوې وې.
د هغه په وينا، د امريکا بيارغونې ډلې ددې پروژې لپاره د پنځو ميليونو ډالرو ژمنه کړې وه، خو په لومړي کال کې وروسته له هغه، چې ددې پروژې ٧٠ سلنه کار بشپړ شو،دا پروژه وځنډېده.
ولسوال وايي ،چې اوس ددې ولسوالۍ دخلکو او مسوولينو له هلو ځلو وروسته پي ار ټي ژمنه وکړه، چې ددې پروژې درېدلي کارونه بيا پيل کړي.
سکندري وويل، چې دا په افغانستان کې د برېښنا دتوليد لومړۍ فابريکه وه، چې په ١٢٩١ لمريز کال کې جوړه شوې وه، په لومړي سر کې يې د ټولې ولسوالۍ د برېښنا ستونزه هواروله، خو وروسته يې چې ځينې ماشينونه خراب شول، د برېښنا توليد يې هم لږ شو.
د ولسوال په وينا، دمګړۍ له دې فابريکې څخه د سيمې څلور زره کورنيو ته برېښنا ورکول کېږي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بيارغونې په برخه کې څلور توربينونه لګول کېږي، چې ورسره به شلو زرو کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.
د پروان ولايت د برېښنا رييس غلام حيدر صديقي پژواک اژانس ته وويل، چې اوس مهال ددې فابريکې يواځې يو توربين فعال دى.
د هغه په وينا، د نويو توربينونو له لګولو سره به ددې فابريکې د برېښنا دتوليد کچه دوه نيم ميګاواټو ته لوړ شي.