Language

د شمال امنيتي مسوولين د ناامنۍ په اړه د وکيلانو ادعاوې مغرضانه بولي

مزارشريف (پژواك ٦ وږى ۹۱): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه زون د ډاډمن امنيتي حالت د خوندي ساتلو لپاره يې هڅې روانې دي او په اړه يې هېڅ اندېښنه نه لري.

يوه ورځ وړاندې د ولسي جرګې ځينو غړو وويل، چې په دې وروستيو کې د هېواد په شمالي ولايتونو کې نا امنۍ ډېرې شوې او حکومت يې د مخنيوي لپاره اړين اقدامات نه دي کړي.

په مزارشريف كې د شمال زون د ملي پوليسو د عمومي قوماندانۍ د ۳۰۳ پامير زون وياند لعل محمد احمدزي پژواك خبري اژانس ته په ځانګړې مركه كې وويل، چې په دغه زون كې د دولت مخالف وسلوال له ملي امنيتي ځواكونو سره د مخ كېدو وس له لاسه ورکړى دى.

نوموړي زياته كړه، چې د ولسي جرګې يو شمېر وكيلان له ځينو راپورونو څخه ناسم برداشت كوي او د خپلو شخصي ګټو په موخه يې پړه پر امنيتي ځواكونو اچوي.

احمدزي وويل: ((د وكيلانو څرګندونې سمې نه دي، دوى د خپلو ګټو په خاطر د شمال د ناامنۍ خبرې كوي، هغه وكيلان داسې غږېږي، چې د خوښې وړ كسان يې په شمال كې په امنيتي پوستونو كې نه دي ګومارل شوي.))

نوموړي د شمال په اړه د ملګرو ملتونو د خپاره شوي راپور په اړه وويل، چې په راپور كې د ولسي وګړو ياده مرګ ژوبله د مخالفو وسلوالو د ځانمرګو بريدونو او د ماينونو د چاودونو له امله رامنځ ته شوې ده.

ملګرو ملتونو د تېرې پنجشنبې په ورځ يو راپور خپور کړ، چې په شمالي ولايتونو کې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله په ملکي تلفاتو کې ١٧ سلنه زياتوالى راغلى.

د راپور له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې په شمالي ولايتونو کې ١٣٢ تنه وژل شوي او ١٧٥ نور ټپيان شوي، چې ١٢ سلنه يې ماشومان او لس سلنه يې ښځې دي.

په راپور کې راغلي، چې د يادې شمېرې ٧١ سلنه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو په بريدونو او ١٢ سلنه د دولت پلوو ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي او يا ټپيان دي.

سرچينې ويلي، چې پاتې نور کسان د هغو لوريو له خوا وژل او يا ټپيان شوي، چې نا معلوم دي.

خو د ۳۰۳ پامير زون وياند احمدزي وويل، چې د دوى او شمال مېشتو بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي په شمال كې د پوليسو هڅې بريالۍ وبللې، خو د دغه زون د پېچلي جغرافيوي موقعيت له امله يې د پوليسو د شمېر د كمښت په اړه اندېښنه وښوده.

همداراز د دغه زون د ملي اردو مسوولين هم په شمال كې د ناامنۍ له پلوه د كوم خطر احساس نه كوي.

په بلخ ولايت كې د شمال زون د ملي اردو د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال ويسا پژواک اژانس ته وويل، چې په ټول شمال زون كې له بدخشان څخه پرته په بل كوم ولايت كې ځانګړې امنيتي ستونزې نه لري.

نوموړي زياته كړه، چې په دغه ولايت كې هم ورانكارې ډلې د دوى له ورتګ سره سم په لوړو غرونو او پېچلو ځنګلونو كې پټېږي، چې د تجهيزاتو د نه لرلو له امله يې دوى سمه څارنه شي كولاى.

د هغه په وينا، ځاى ځاى به په شمال كې هم وړې وړې امنيتي او د غلاوو پېښې وي، خو دا په دې مانا نه ده، چې د شمال امنيتي وضع خرابېدونكې ده.

ويسا د ولسي جرګې د يو شمېر غړو څرګندونو ته په اشارې سره وويل، چې دوى د شمال په اړه عمومي خبرې كړې، چې د هېواد له هر لوري سره برابرېدى شي.

نوموړي زياته كړه: ((زه هيله كوم، چې كه وكيلان رښتيا هم له موږ سره مرسته كوي؛ نو ستونزې دې راته مشخصې كړي، سيمې دې راته مشخصې كړي، چې په اړه يې اقدامات وكړو.))

د هغه په وينا، د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو كې د دوى د هر اړخيز فشار او د ولس د ملاتړ په نتيجه كې څه باندې زر وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي، د مخالفينو لسګونه قوماندانان وژل شوي، سلګونه ميله وسلې ترې ترلاسه شوي دي.

Related Topics