ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي: پر ملي اردو د وسلوالو مخالفينو بريدونه ډېر شوي دي

author avatar
27 Aug 2012 - 17:59
author avatar
27 Aug 2012 - 17:59

کابل ښار (پژواک، ٦ وږى ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې په شاوخوا دوه مياشتو کې د ملي اردو ٦٠٠ منسوبين وژل شوي او له وسلوالو مخالفينو هم سلګونه تنه وژل شوي، سلګونه ټپيان دي او سلګونه نور نيول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن (د وږي ٦ مه) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه سرتېري د مخالفينو د ځپلو په موخه د ملي اردو لخوا د نويد په نامه د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په همدې موده کې په سلګونو وسلوال مخالفين وژل شوي،  په سلګونو ټپيان دي او په سلګونو نور ژوندي نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د مخالفينو د ځپلو په موخه د نويد په نامه ١٨ مياشتني عمليات پيل کړي دي.

عظيمي وويل، چې له يادې نېټې راهيسې د ملي اردو قطعاتو له بهرنيو ځواکونو سره په ګډه په ټول هېواد کې ١٤٨ عمليات ترسره کړي ، چې ١٤ عمليات يې لا هم روان دي.

د ده په خبره، د نويد د عملياتو موخه، له مخالفينو د خلکو بېلول، د لويو لارو د امنيت تامينول او  هېوادوالو ته د سوله ييزې فضا برابرول دي، چې په دې سره به پراختيايي او د بيارغونې پروژو تطبيق ته لاره هواره شي.

خو دده په وينا د ملي اردو پر منسوبينود مخالفينو بريدونه ډېر شوي، چې له امله يې د تېر کال په پرتله د دې ځواکونو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

عظيمي زياته کړه: ((په دې وروستيو کې، چې ملي پوځ پرمختګ کړى  او لا هم د پرمختګ په حال کې دى، مخالفين تر ډېره د ملي اردو منسوبين په نښه کوي.))

د نوموړي په وينا، د ملي اردو له ٨٠ تر ٩٠ سلنې مرګ ژوبله د مخالفينو لخوا د سړک د غاړې د ماين د چاودنو له امله رامنځ ته شوې ده.

ده وويل، چې وسلوالو مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى او ډېر تمرکز يې د سړک د غاړې پر ماينونو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو دى. 

د عظيمي د معلوماتو له مخې، له تېرو دوه مياشتو راهيسې امنيتي ځواکونو، چې شاوخوا ٧٦٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي، څه د پاسه ١٣ حلقي ماينونه کشف او شنډکړي، خو ٦١٢ ماينونه چاودېدلي دي.

عظيمي د ملي اردو د تلفاتو د ډېرېدا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د افغان ځواکونو وړتيا لوړه شوې او د فعاليت له ډېروالي سره يې د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

عظيمي زياته کړه: ((دا چې افغان ځواکونه ورځ تر بلې پياوړي کېږي او دغه اردو د افغانستان د خلکو راتلونکې تضمينوي،  نو ځينو پټو لاسونو چې د سيمې په هېوادونو پورې تړاو لري، دوى هم خپل فعاليتونه ډېر پراخ کړي ، ترڅو اردو د تلفاتو او د پوځي فشار له لارې کمزورې کړي.))

د خبري ناستې په څنډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست عنايت الله نظري د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ (٢٨ زمري) او د اختر په ورځو کې د ډاډمن امنيت د تامينولو له امله د امنيتي ارګانونو مشرانو ته ستاينليکونه ورکړل.

نظري وويل، چې د کابل ١١١ فرقې، ١٠١ آسمايي زون، د ملاتړې لوا قوماندانۍ او د کابل د ملي امنيت مسوولينو په دغو ورځو کې د امنيت د تامين په موخه ډېر زيار ګاللى و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.