Language

لښکرګاه (پژواک ٦ وږى ٩١): د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو طالبانو د دوو ښځو په ګډون له ١٧ هغو عامو وګړو سرونه پرې کړي او وژلي يې دي، چې د سيمه ييزې موسيقۍ په يوه پروګرام کې يې ګډون کړى و.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د موسى کلا ولسوالۍ د شاه کارېز سيمې ته نږدې د روشن اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو په سيمه کې د دوو ښځو په ګډون له ١٧ عامو وګړو سرونه پرې کړي او وژلي يې دي.

خو دا چې دا خلک ولې او څه ډول وژل شوي،د هلمند د والي وياند داوود احمدي يې په اړه معلومات نه  درلودل.

خو د موسى کلا ولسوال نعمت الله د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه خلک دولت سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، وسلوالو طالبانو پر دوى بريد کړى او د ښځو په ګډون يې ١٧ کسان يې وژلي دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې وويل چې د سيمې اوسېدونکي د اختر د خوښيو په مناسبت د سيمه ييزې موسيقۍ يو پروګرام جوړ کړى و.

سرچينه زياتوي ، دا سيمه د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې ده، هغوى راغلي، د دوو ښځو په ګډون يې د دغه پروګرام له ١٧ ګډونوالو سرونه پرې کړي او وژلي يې دي.

هغه وايي چې ياد پروګرام کې د موسيقۍ د پروګرام پر مهال ښځې هم ګډول کېدې، چې ياده پېښه رامنځته شوه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.