کابل (پژواک ٦ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي هغه قلم چې غازي شاه امان الله خان پرې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سند لاسليک کړى و، د هېواد ملي موزيم ته وسپاره.
د افغانستان او انګليس ترمنځ لومړۍ جګړه په ١٨٣٩ کال، دويمه جګړه په ١٨٨٠ او درېيمه هغه په ١٩١٩ شوې وه، بيا په همدغه کال کې د وږي په ٢٨مه افغانستان د خپلواکۍ سند لاسليک کړ.
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه قلم په دې وروستيو کې د غازي شاه امان الله خان د لمسي اکليل ولي له خوا د افغانستان خلکو ته ډالۍ شوى دى.
په دغو مراسمو کې، چې نن په ارګ کې جوړ شوي وو، ولسمشر حامد کرزي دغه قلم د ملي موزيم مشر عمراخان مسعودي ته ورکړ او هغه ته يې لارښوونه وکړه، چې دا قلم ثبت او راجستر کړي او د دې په ساتنه کې د يوه مهم ملي اثر په توګه هلې ځلې وکړي.
ولسمشر د دغه قلم په اړه وويل: ((دا زموږ د تاريخ يو ارزښتناک اثر دى، د افغانستان خلک هيله من دي چې په ملي موزيم کې به دا په ښه توګه وساتل شي.))
هغه زياته کړه، چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه راتلونکي نسلونه د دغه قلم په ليدلو سره د دغه له ارزښتونو خبر شي او د دې ارزښتونو په ساتلو کې به هلې ځلې وکړي.
د حامد کرزي په وينا، د دغو هلوځلو په پايله کې به افغانان خپله خپلواکي وساتلى شي، د خلکو ژوند به ارام او هوسا شي او د ډيموکراتيکو حکومتونو له لارې به خپل راتلونکى جوړ کړي.
ولسمشر د غازي امان الله خان له لمسي مننه وکړه، چې دا قلم يې د افغانستان خلکو ته ډالۍ کړ.
د غازي امان الله خان لور هنديا چې په دغو مراسمو کې يې برخه اخيستې وه، وويل، چې دا او ورور يې پر دې ډېر خوښ دي، چې دا قلم يې افغانستان ته بېرته راووړ.
د هغې په وينا، چې د پلار له مړينې وروسته يې دغه قلم د دې د مور له خوا وساتل شو او د هغې له مرګ وروسته بيا دغه قلم د دې ورور ساته، چې په را وروسته کې يې د خوريې، اکليل ولي له خوا ساتل کېده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن