Language

په واشېر کې د ملي اردو ١٠ سرتېري ووژل شول

لښکرګاه (پژواک ٦ وږى ٩١): د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو طالبانو د يوې دسيسې له مخې د ملي اردو لس سرتېري وژلي دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د واشېر ولسوالۍ د ګرازان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د ملي اردو په يوه پوسته کې ١٩ سرتېري مېشت وو، چې د يوې دسيسې له مخې يې لس سرتېري وژل شوي، څلور ټپيان او پنځه نادرکه دي.

د نوموړي په وينا، پوليس له پېښې وروسته سيمې ته رسېدلي خو هلته يې هېڅ نه دي موندلي او وسلوالو طالبانو ټولې وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند جنرال غلام فاروق پرواني پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په ياده سيمه کې د ملي اردو ١٦ سرتېري وژلي دي.

هغه زياته کړه، چې له دغو سرتېرو يې ١٦ ميله امريکايي وسله او شپږ کلاشينکوفونه هم له ځان سره وړي دي.

د يادونې ده چې له دې مخکې هم په هلمند کې په خپله د ملي ځواکونو له خوا پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونه شوي او ګڼه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

دا ډول بريدونو ته (په پوځ کې داخلي بريدونه) وايي، چې په اړه يې افغان او ايساف ځواکونو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

Related Topics