Language

مزارشريف (پژواك، ۷وږى۹۱) : د بلخ د سولې د عالي شورا مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې د ملاجمال الدين په مشرۍ د وسلوالو مخالفينو ۱۴ كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

 د دغه ولايت د سولې د عالي شورا مشر حاجي اختر محمد ابراهيم خېل د وږي په ۷مه،د يادو مخالفينو د تسلمېدو دغونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له دولت سره د مخالفينو د دغې ډلې يو ځاى كېدل به د سولې پروسه لا پسې ګړندۍ كړي.

 نوموړي زياته كړه، چې ياد كسان په چهاربولك ولسوالۍ په ورانكارو فعاليتونو بوخت وو، چې د سيمې د اوسېدونكو په مرسته له اته ميله بېلابېلو وسلو سره له سولې پروسې سره يو ځاى شول.

 د يادې ۱۴ كسيزې ډلې قوماندان ملا جمال الدين وويل، چې دوى د اسلام په نامه د روانې جګړې له پټو رازنو خبر شول او له جګړې يې لاس واخيست.

 نوموړي زياته كړه، چې د پاكستان د استخباراتي ادارې( ISI ) لخوا په هېواد كې د روانې جګړې ملاتړ كېږي، چې له امله يې د هېواد د نوور څنډو تر څنګ د بلخ په ځينو څنډو كې هم وخت ناوخته ناامني پيدا كېږي.

 د هغه په وينا، دوى ته د پاكستان د استخباراتي كړۍ له لوري پيسې او وسلې وركول كېدې، چې د خپل دولت پر خلاف د سيمې د ناامنۍ په موخه ورانكاري وكړي.

 ملا جمال الدين وويل، خوښ دى، چې له جګړې يې لاس واخيست او د سولې پروسې له لارې له خپلو خلكو سره بېرته يوځاى شو.

 د سولې د عالي شورا مشر اختر ابراهيم خېل وويل، چې د سولې پروسې سره يو ځاى شوي كسان به په سيمه كې د دولت تر سيوري لاندې ازاد ژوند كوي او د هر ډول قانوني كړنو حق به ولري.

 وړمه ورځ هم د چهاربولك ولسوالۍ شپږ وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي وو.