Language

د پروان له ملکي روغتون څخه يو نوى پيدا شوى ماشوم وتښتول شو

چاريکار (پژواک، ٧ وږى ٩١): د پروان د ملکي روغتون چارواکي وايي چې ناپېژاندې ښځې يو نوى زېږېدلى ماشوم له دې روغتون څخه تښتولى دى.

د پروان د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالولي قادري د وږي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د دې روغتون په نسايي –ولادې څانګه يو نوى ماشوم پيدا شو.

دى زياتوي، چې يوه ناپېژانده ښځه د ناروغې د پايواز په بهانه د ناروغانو کوټې ته راننوتې او ياد شوى ماشوم، چې نجلۍ وه، تښتولى دى.

زرغونه چې شاوخوا ٣٥ کاله عمر لري او د ياد شوي ماشوم مور ده، پژواک اژانس سره يې د خبرو پرمهال وويل: ((يوه ښځه چې چادري يې په سر وه، راغله او راته يې وويل چې ستا ماشوم زه واکسين کوم. ما ماشوم ورکړ، له دې وروسته راڅخه ورکه شوه.))

نوموړې ادعا لري چې په دې پېښه کې د روغتون ښځينه پياده لاس لري او زياتوي، دا پېښه د روغتون د مسوولينو د بې احتياطۍ او نه پاملرنې له امله رامنځ ته شوې ده.

هغې د روغتون له مسوولينو وغوښتل، چې د ماشوم په پيدا کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

خو د پروان د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر قادري، په روغتون کې د بې احتياطۍ خبره ردوي او وايي، چې ناپېژاندې ښځې په ډېر مهارت ياد شوى ماشوم تښتولى دى.

نوموړى وايي، چې ټولو اړوندو امنيتي مسوولينو ته يې خبر ورکړى، ترڅو ياده شوې انسان تښتوونکې ونيول شي.