ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوځي کارپوهان د سرتېرو د وژنو شمېرښودنه زيانمنوونکي بولي

پوځي کارپوهان د سرتېرو د وژنو شمېرښودنه زيانمنوونکي بولي

author avatar
28 Aug 2012 - 14:00
پوځي کارپوهان د سرتېرو د وژنو شمېرښودنه زيانمنوونکي بولي
author avatar
28 Aug 2012 - 14:00

کابل ښار (پژواک ٧ وږى ٩١): د پوځي چارو کارپوهان په اوس وخت کې د ملي دفاع وزارت له خوا د خپلو منسوبينو د وژنو د داسې کره ارقامو په ډاګه کول، د امنيتي ځواکونو او افغانانو په زيان او د وسلوالو مخالفينو په ګټه بولي.

د ملي دفاع وزارت تېره ورځ وويل، چې په شاوخوا دوه مياشتو کې د ملي اردو ٦٠٠ منسوبين وژل شوي او له وسلوالو مخالفينو هم سلګونه تنه وژل شوي، سلګونه ټپيان او سلګونه نور نيول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه سرتېري د مخالفينو د ځپلو په موخه د ملي اردو له خوا د نويد په نوم د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع پخوانى وزير او پوځي کارپوه شهنواز تڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ډول ارقامو په ډاګه کول، د افغانستان حالاتو ته په کتو، د ګټې پر ځاى زيان لري.

د هغه په وينا، له دې سره د ملي اردو د منسوبينو مورال کمزورى کېږي او هغه خلک، چې له افغان دولت سره خواخوږي لري، هغوى مايوسه کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې بل پلو د دولت وسلوال مخالفين په دغه کار سره خوشالېږي او پر خپلو برياوو باور پيدا کوي او د ځواکونو مورال يې لوړيږي.

شهنواز تڼي وويل: ((پر ملي دفاع وزارت هم د رسنيو له خوا فشارونه ډېر دي، چې دغه ډول ارقام وړاندې کړي، خو دغه وزارت بايد د هېواد حالاتو ته په کتو رسنيو ته قناعت ورکړي.))

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل پژواک اژانس ته وويل، چې په اوس وخت کې د داسې کره ارقامو وړاندې کول، يواځې زيانونه نه بلکې نورې منفي اغېزې هم لرلاى شي.

د هغه په وينا، د نورې نړۍ هېوادونو په جګړو کې د سرتېرو د وژلو ارقام يواځې د دې لپاره اعلانوي، چې څوک پرې نيوکه ونه کړي، چې ګواکې دوى هېڅ ارقام نه اعلانوي، خو هغوى هېڅکله داسې کره او دقيق ارقام نه څرګندوي.

نوموړي زياته کړه: ((شوروي اتحاد هېڅکله ډېر ارقام نه اعلانول او امريکا هم اوس کره شمېرې نه په ډاګه کوي، خو د شوروي په څېر به چې له افغانستانه له وتو څخه يې څو کاله وروسته اعلان کړل، داسې به امريکا هم وکړي.))

د امرخېل په خبره، په دې سره د وسلوالو مخالفينو تبليغاتو او پروپاګند ته نوره هم زمينه برابريږي او د افغان ځواکونو په مورال ډېر بد اغېز کوي.

دى زياتوي، چې په هېواد کې نظامي حالت خورا ګډوډ دى، له يوې خوا اربکي او له بلې خوا ولسي پاڅونونه، چې هېڅ اصلي ريښه يې نه څرګنديږي او په امنيتي ځواکونو کې هم ملي روحيه دومره پياوړې نه ده.

د هغه په وينا، دغو ټکو ته په کتو به د داسې ارقامو اعلانول، د سرتېرو او دولت پلوي خلکو په ذهنيت او فکر ډېر بد اغېز وکړي.

امرخېل وايي، چې ملي دفاع وزات بايد دا څرګنده کړي، چې په اوس وخت کې کومه داسې اړتيا شته، چې د اردو د منسوبينو د وژلو دومره کره ارقام اعلانوي.

د پوځي چارو يو بل کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم وايي، چې په اوس وخت کې دومره ژر ژر د منسوبينو د وژنو د ارقامو اعلانول په ټوله کې بدې اغېزې لري.

د هغه په وينا، کې په دوه مياشتو کې شاوخوا ٦٠٠ سرتېري وژل کېږي، نو د ورځې ١٠ وژل کېږي او دا يوه لويه فاجعه بللى شو.

نوموړي زياته کړه، چې په دومره کچه د امنيتي سرتېرو وژل او اعلانول، د افغانستان خلک په وحشت کې اچوي او د خپلې راتلونکې او د ژوند په اړه ورته نورې هم ډېرې اندېښنې پيدا کوي.

د طاقت په خبره، له يوې خوا افغان ځواکونه د اجير په څېر دندې ترسره کوي او يواځينۍ موخه يې د تنخا اخېستل دي او له بلې خوا داسې ډاروونکي ارقامو اعلانول به نور هم د افغان ځواکونو له ليکو څخه د سرتېرو تېښته ډېره کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.