مزارشريف (پژواك ٨ وږى ۹۱): د بلخ د اطلاعاتو او کولتور رييس په مزارشريف ښار كې د ايراني ډيپلوماتو په نوم د کوڅې د نومونې په اړه د اطلاعات او کولتور د وزير څرګندونې پر ځاى او سمې وبللې.
د دغه ولايت د اطلاعات او کولتور رييس صالح محمد خليق د وږي په ۸مه په ځانګړې مركه كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په مزارشريف كې د ايراني ډييلوماتو په نوم د جادې د نومونې په اړه تر دې دمه د بلخ ولايت مقام له لوري كوم رسمي مكتوب نه دى ور رسېدلى.
د اطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين تېره ورځ د بلخ ولايت په مرکز (مزار) کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې نومول د وزارت له پرېکړې خلاف کړنه وبلله.
رهين د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون ته غوښتل شوى و، چې د بلخ په مرکز مزار کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې د نومولو، د هېواد په ښارونو کې په انګليسي او نورو پرديو ژبو د لوحو د ليکلو او په رسنيو کې د پرديو مصطلحاتو د کارونې په تړاو د دغه وزارت د کړنو په اړه معلومات ورکړي.
شاوخوا ١٥ ورځې وړاندې د بلخ ولايت په اداري مجلس كې پرېکړه وشوه، هغه کوڅه، چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول، د همدغو ډيپلوماتانو په نوم ونومول شي، چې دغې پرېكړې له ځان سره يو لړ غبرګونونه هم لرل.
د اطلاعات اوکولتور وزير رهين تېره ورځ وويل، چې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د دغې کوڅې د نومولو په اړه وزارت ته هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي او دى په دې اړه معلومات نه لري.
د بلخ د اطلاعات او کولتور رييس هم په مزارشريف كې د ايراني ډيپلوماتانو په نامه د کوڅې نومولو په اړه د وزير څرګندونې سمې وبللې او په ډاګه يې كړه، چې تر دې دمه يې د يادې موضوع په اړه دوى ته هم كوم رسمي مكتوب نه دى رسېدلى.
خو د بلخ د ولايت وياند منير فرهاد پژواك خبري اژانس ته، كه څه هم د دې خبرې پخلى وكړ، چې په رسمي توګه يې د دغه ولايت اطلاعات او کولتور رياست ته مكتوب نه دى استولى؛ خو زياته يې كړه، چې په شفاهي توګه دغه رياست له دې موضوع خبرتيا لري.
نوموړي د وزير څرګندونې هم تر دې ځايه پر ځاى وګڼلې، چې تر دې دمه د بلخ ولايت مقام له خوا ورته كوم رسمي مكتوب نه دى استول شوى؛ خو ويې ويل، چې دوى د دغه وزارت د جادو او سيمو نومونې كمېسيون ته خپل مكتوب د پوسټ له لارې استولى، چې ممكن لا نه وي رسېدلى.
تېره ورځ د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کمېسيون غړو په دې اړه نيوکې کولې او ويل يې چې دغه جاده د ابو مسلم خراساني په نوم يادېده او بايد د ايراني ډيپلوماتانو په نوم نه واى نومول شوې.
خو د بلخ ولايت د مقام وياند فرهاد وويل، چې دغه جاده د ابو مسلم خراساني په نوم نه، بلكې د محمد بېګ فرهنګ په نوم وه.
نوموړي زياته كړه، چې د همدې جادې په سر كې چوك د ابو مسلم خراساني په نوم و، چې اوس هم دى.
د اطلاعات اوکولتور وزير تېره ورځ وويل، چې د دې موضوع د څېړنې په موخه مزارشريف ښار ته سفر کوي او تر څېړنې وروسته به موضوع د پرېکړې لپاره له ملي شورا سره شريکه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې په خپل سر د سړکونو او جادو نومول د دغه وزارت د پرېکړې خلاف عمل دى.
د ده په وينا، دغه وزارت پرېکړه کړې چې واټونه او کوڅې د والي او ولايتي شورا پر وړانديز او د وزارت په منظورۍ د چا پر نوم نومول کېداى شي.