ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند خبريالانو په ولسي جرګه کې د خپل استازي خبرې بې بنسټه وبللې

د هلمند خبريالانو په ولسي جرګه کې د خپل استازي خبرې بې بنسټه وبللې

author avatar
29 Aug 2012 - 15:22
د هلمند خبريالانو په ولسي جرګه کې د خپل استازي خبرې بې بنسټه وبللې
author avatar
29 Aug 2012 - 15:22

لښکرګاه (پژواک ٨ وږى ٩١): د هلمند خبريالان په ولسي جرګه كې د دغه ولايت د خلكو د استازي څرګندونې بې بنسټه وبللې، خو مقابل لورى تيڼګار کوي چې په هلمند کې ټول خبريالان د والي تر اغېزې لاندې دي.

د هلمند ولايت د خبريالانو د ټولنې مشر زين الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار په طلوع ټلويزيون كې د هلمند د خلكو استازي عبدالحي اخوندزاده وويل، چې د هلمند خبريالان تر سانسور لاندې دي او حقيقتونه نه راپورته كوي.

 د هغه په وينا، دغه ادعا په بشپړ ډول بې اساسه او د خپلو شخصي ګټو په خاطر يې دغه ډول څرګندونو ته ملا تړلې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د هلمند د خبريالانو ټولنه دا نه ردوي، چې ګواكې په دغه ولايت كې اداري فساد نشته، فساد شته او خبريالانو هم په دې برخه کې ډېر کار کړى دى.

ستانکزي وويل: ((په هره اداره كې فساد شته، خو د همدغه خبريالانو د راپورونو او خبرونو په زور، چې د فاسدو مسوولينو په اړه يې خپاره كړل، له امله يې ځيني چارواکي له دندو ګوښه شول.))

د ده په خبره، د هلمند خبريالان تر هېڅ ډول سانسور لاندې نه دي، ولايت يواځې يوه يوه نومره ځمكه ورکړې او دا يې حق دى.

هغه وايي، چې كه چېرې خبريالانو ته پيسې وركول كېداى، اوس به يې په خپلو نومرو څو پوړيزه ودانۍ جوړې كړې واى.

ستانکزي وويل، چې په هلمند كې له وړاندې يو ميليون او اته سوه زره جرېبه دولتي ځمكې قوماندانانو ته وركړل شوې او هغوى د ناقانونه سندونو په بدل كې په نورو خلكو پلورلې او د هلمند خبريالانو په وار وار د يادو ځمكو په اړه راپورونه خپاره كړي دي.

هغه زياته کړه: ((د هلمند خبريالانو تر خپله وسه په هره برخه كې په دغه ولايت كې په سختو حالاتو كې دانګلي او د هلمنديانو غږ يې مسوولينو او نړيوالو ته رسولى، خو له ياد وكيل څخه پوښتنه كوو، چې تاسې د دغه ولايت لپاره تر اوسه څه کړي دي؟))

زين الله ستانکزي له رسنيو وغوښتل، چې د دا ډول بحثونو لپاره داسې يو څوك وغږوي، چې له واقعيتونو خبر وي او د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د هلمند روان حقيقتونه په رسنيو كې بيان كړي.

خو په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالحي اخوندزاده پژواک اژانس ته وويل، چې دى په خپلو خبرو ولاړ دى او په هلمند کې ټول خبريالان د والي تر اغېزې لاندې دي.

د هغه په وينا، نه يواځې دى، بلکې په ملي شورا کې د هلمند ټول استازي په خپل ولايت کې له خبريالانو سر ټکوي.

نوموړي زياته کړه، چې په هلمند کې لاريونونه کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو تر اوسه خبريالانو په دې اړه هېڅ نه دي خپاره کړي.

اخوندزاده وويل، په هلمند کې چې هرڅه د والي په ګټه وي، هغه خپروي او څه يې چې په زيان وي، هېڅکله نه خپرېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.