ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحمت الله نبيل به په يو بهرني هېواد کې سفير وټاکل شي

رحمت الله نبيل به په يو بهرني هېواد کې سفير وټاکل شي

author avatar
29 Aug 2012 - 16:08
رحمت الله نبيل به په يو بهرني هېواد کې سفير وټاکل شي
author avatar
29 Aug 2012 - 16:08

کابل ښار (پژواک ٨ وږى ٩١): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د ملي امنيت ګوښه شوى رييس رحمت الله نبيل به په يوه هېواد کې د افغانستان د سفير په توګه په کار پيل وکړي.

د هېواد د ملي امنيت د ګوښه شوي رييس له خولې نن (د وږي ٨ مه) د ولسي جرګې يو شمېر غړو وويل، چې نوموړى تېره ورځ د ولسمشر کرزي له خوا ګوښه شوى او د نړيوالو اصولو له مخې بايد د يو هېواد د استخباراتو مشر تر دوو کلونو ډېر پر خپله دنده پاتې نه شي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر حامد کرزي نن په يوه ځانګړې غونډه کې د ملي امنيت د لوى رييس په توګه د انجنير رحمت الله نبيل له دوه کلن ماموريت څخه قدرداني وکړه.

د سرچينې په وينا، کرزي په تېرو دوو کلونو کې د نبيل فعاليتونه وستايل او هغه ته يې په نوې دنده کې، چې په نږدې راتلونکې کې به په يو بهرني هېواد کې د افغانستان د سفير په توګه په کار پيل وکړي، د برياليتوب هيله وکړه.

خبرپاڼه کاږي، چې رحمت الله نبيل د ساتونکي ګارډ بنسټ اېښودونکى و او شپږ کاله يې دغه دنده ترسره او بيا دوه کاله يې د ملي امنيت د لوى رييس په توګه دنده ترسره کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړى د ولسمشر کرزي د تصميم له مخې، چې له دې وروسته به د دغې ادارې رييسان له اصولو سره سم، تر دوو کلونو ډېر بايد پر دنده پاتې نه شي، بل پوست ته معرفي کېږي.

نبيل د ١٣٨٩ کال د چنګاښ په مياشت کې د ولسمشر حامد كرزي د فرمان پر اساس د ملي امنيت لوى رييس وټاکل شو او د ١٣٩٠ کال د ليندۍ په پنځمه يې له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.

نوموړى د ملي امنيت تر مشرۍ مخکې د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو مشر و.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.