اسعداباد (پژواک ٨ وږى ٩١): د کونړ پر دوو سرحدي ولسواليو کې د پاکستاني پوځ له لوري يوسل پنځوس توغندي توغول شوي او مالي زيانونه يې اړولي دي.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس هم پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو توغنديز بريدونه دوام لري.
هغه زياته کړه، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو پر دانګام اويا او پر ناړۍ ولسوالۍ اتيا بريدونه شوي، چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
د نوموړي په وينا، ولسمشر حامدکرزي پرون د کونړ له خلکو او مسوولينو سره په ناسته کې ډاډ ورکړى چې په يوه اوونۍ کې به د دغو بريدونو مخه ونيول شي او که بياهم دغه بريدونه دوام وکړي، نو پر وړاندې به يې بيا ملي تصميم ونيسي.
ولسمشرکرزي په دې ليدنه کې ويلي، چې پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو بريدونه په دقت څاري او د مخنيوي په اړه يې د پاکستان له حکومت او نړيوالې ټولنې سره په اړيکه کې دى.
په پاکستانيو بريدونو کې چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې پيل شوي، تر اوسه يې له امله تر ٤٠ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسمشر کرزى په داسې مهال په يوه اوونۍ کې د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو د بندېدو خبره کوي، چې د ولسي جرګې له خوا د دفاع او کورنيو چارو وزيران پر کونړ د راکټي بريدونو د نه مخنيوي له امله استيضاح او سلب صلاحيت شول او د دې ترڅنګ نن د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل هم له خپلې دندې ګوښه شوى دى.