Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٨ وږى ٩١): په ننګرهار ولايت کې د پاڅون کوونکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن غرمه شوې او درې ساعته يې دوام درلود.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ د محمدکلا په سيمه کې پر هغو خلکو بريد وکړ، چې د دوى پر ضد يې پاڅون کړى دى.

د نوموړي په وينا، پوليس هم د پاڅون کوونکو مرستې ته ورغلل او په رامنځته شوې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

ولسوال وايي، چې په  دې نښته کې يو پاڅون کوونکى ټپي، يو طالب وژل شوى او دوه يې په ټپي حال کې له وسلو سره نيول شوي دي.

معروف زياتوي، چې وسلوال مخالفين له سيمې تښتېدلي دي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د دې ولسوالۍ د څو کليو خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون وکړ او خپلې سيمې يې له طالبانو پاکې کړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.