مزارشريف (پژواک، ٩ وږى ٩١): بلخ ادبي خوځښت د ((اختر د ټولو مبارك شه)) تر سرليك لاندې د لسګونو فرهنګيانو په ګډون اختريزه مشاعره وكړه.
ياده مشاعره د وږي په ۹مه، بلخ ولسوالۍ كې د لسګونو فرهنګيانو، قومي مشرانو او دولتي چارواكو په ګډون، وروسته له ماسپښينه پيل او مازيګر تېر پاى ته ورسېده.
د بلخ ادبي خوځښت غړي او د يادې مشاعرې يوه سمبالوونكي غلام رسول ملكزي پژواك خبري اژانس ته وويل، ياده مشاعره يې د پښتو ژبې د ودې او پراختيا په موخه جوړه كړه، چې لسګونو شاعرانو په كې خپل شعرونه واورول.
نوموړي زياته كړه، چې د ورته مشاعرو له لارې په سيمه كې فرهنګي ودې ته لار پرانيستل كېږي او د فرهنګيانو تر منځ نږدېوالى رامنځ ته كوي.
د هغه په وينا، په ياده مشاعره كې د بلخ مېشتو فرهنګيانو ترڅنګ د شمال د ډېرى ولايتونو شاعرانو ونډه اخيستې وه.
د يادې مشاعرې ګډونوال احمد جاوېد پژواك اژانس ته وويل، چې په بلخ كې د هېواد د نورو ولايتونو په توګه د پښتو ژبې مشاعرې په ډېره پيمانه نه جوړېږي.
خو نوموړي زياته كړه، چې له تېرو څو كلونو په دغه ولايت كې هم د دري ژبې ترڅنګ د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره هڅې كېږي.
د هغه په وينا، دوى هر كال د دوه يا درې ورته مشاعرو شاهدان وي، چې په لسګونو شاعران په كې ونډه اخلي.
جاوېد وويل: ((په ياده مشاعره كې مې د لسګونو كسانو پر وړاندې خپل شعر ووايه، چې خورا خوند يې راکړ.))
له جوزجان څخه راغلي شاعر سيد عبدالله وويل، چې په لومړي ځل يې په ورته مشاعره كې ونډه اخيستې وه.
نوموړي زياته كړه، د دوى په ولايت كې ورته مشاعرې نه جوړېږي؛ خو دى خوښ دى چې نن يې د ولايت په ګاونډ كې مشاعره وه او ده په كې برخه واخيسته.
بلخ ادبي خوځښت له تېرو اته كلونو په بلخ ولايت كې د شمال د خلكو د عنعنوي اصلاحي جرګې د فرهنګي څانګې په توګه د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره كار كوي.
د دغه ادبي خوځښت د فعاليتونو په لړ كې د پرخې او پسرلي مجلو خپرېدا، اونيزې ادبي ناستې او هر كال د ورته مشاعرو او سيمينارونو جوړول د ياد وړ كارونه دي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن