Language

د امنيتي کمپنۍ اووه ساتونکي او درې پوليس ووژل شول

هرات ښار (پژواک ٩ وږى ٩١): په فراه ولايت کې د يوه امنيتي شرکت څلور ساتونکي او په هرات کې درې پوليس ووژل شول او يو سرف موټر او دوه ټانکر وسوځول شول.

د لوېديځې حوزې د پوليسو وياند سمونوال عبدالرووف احمد وايي، چې د ((اريا)) په نوم د يوه امنيتي شرکت کاروان تېره ورځ غرمه مهال د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ د ګنداب په سيمه کې د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغى.

هغه نن (د وږي په٩مه) پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې د ياد شرکت څلور ساتونکي، چې ايساف ځواکونو ته يې اکمالات کول، ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

احمدي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د اريا شرکت يو سرف او دوه ټانکر، د وسلوالو مخالفينو له خوا سوځول شوي دي.

سرچينې وويل، چې وسلوالو مخالفينو ته هم زيان اوښتى او کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

د لوېديځې حوزې د پوليسو وياند وويل، چې د هرات د ادرسکن ولسوالۍ د شاه بېد په سيمه کې هم د پوليسو پر يوه پوسته د وسلوالو مخالفينو په بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو دغه بريد تېر ماښام، له سراچې موټر څخه په ګټه اخيستو، چې د پوليسو درېشۍ يې اخوستې وې، کړى دى.

طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دوى پر ياده پوسته د بريد پر مهال درې پوليس وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

د هغه په وينا، دوى پوسته ويجاړه کړې او يو ميل درنه وسله، څلور کلاشينکوفونه او يو راکټ يې هم ترلاسه کړى دى.