Language

د ماشومانو د پټ لېږد په تړاو دوه تنه ونيول شول

چاریکار (پژواک، ٩ وږى ٩١):د پروان امنيه قوماندانۍ، له بدخشان او کندوز څخه پاکستان ته د ماشومانو د پټ لېږد په شک دوه تنه ونيول .

د پروان امنيه قوماندان جنرال محمد اکرم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو دوو تنو له ١٢ تر ١٥ کلو عمر لرونکي اته تنه ماشومان په قاچاقي ډول لېږدول چې نن ددې ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو سيمه کې ونيول شول.

 دى وايي، ياد شوي ماشومان او هغه کرولا موټر چې هغوى په کې لېږدول کېدل ، په امنيه قوماندانۍ کې دي او کورنۍ يې کولى شي خپل ماشومان تسليم کړي.

 محمداکرم وايي، له نيول شويو دوو تنو څخه يو يې د موټر چلوونکى او بل يې عبدالجبار نوميږي.

 دده په وينا، عبدالجبار ويلي ، چې دغه ماشومان يې د ديني زده کړو په موخه پاکستان ته لېږدول .

 خو د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې،د پوليسو څېړنو ښودلې چې عبدالجبار ياد شوي ماشومان دهغوى له کورنيو پټ د ترهګريزو زده کړو لپاره پاکستان ته لېږدول .

 هغه وايي، چې دغه قضيه د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته لېږل کيږي.

Related Topics