ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د امريکا سفارت استازي د دغه ولايت امنيتي حالت ښه وباله

په هلمند کې د امريکا سفارت استازي د دغه ولايت امنيتي حالت ښه وباله

author avatar
30 Aug 2012 - 17:39
په هلمند کې د امريکا سفارت استازي د دغه ولايت امنيتي حالت ښه وباله
author avatar
30 Aug 2012 - 17:39

کابل (پژواک ٩ وږى ٩١): په هلمند کې د امريکا سفارت سياسي استازى وايي، په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى او د ولايتي بيارغونې ډله له سيمه ييزو چارواکو او خلکو سره په همغږۍ پراختيايي پروژې پلې کوي.

په هلمند کې د امريکا د سفارت استازى او د ولايتي بيارغونې ډلې او ځايي حکومتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ مسوول مارتېل هارډينګر (Martin Hardinger) نن په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د پخوا په پرتله په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

هارډينګر وايي، د هلمند په نهو ولسواليو کې د خلکو سيه ييزې شوراګانې جوړې شوې دي، چې له حکومت او ولايتي بيارغونې ډلې سره يې د کارونو په همغږي کولو کې ډېره مرسته کړې ده.

دى، چې له پنځو کلونو راهيسې په هلمند کې کار کوي وايي، چې د امريکا اړوند ولايتي بيارغونې ډلې او د دغه هېواد نړيوالې پراختيايي ادارې د خلکو لومړيتوبونو ته په پام سره په دغه ولايت کې ډېرې پراختيايي پروژې پلې کړې دي.

 هغه وويل، چې لومړى د هلمند خلک له دوى سره خپلې اړتياوې شريکوي او بيا دوى له اړتياوو سره سم پروژې پلې کوي.

د ده په وينا، دې ډلې د خلکو په غوښتنه د کرنې د ودې لپاره او د کرنيزو حاصلاتو د ډېروالي په موخه په ځينو ولسواليو کې واټر پمپونه توزېع کړي، ترڅو له لارې يې بزګران کروندو ته اوبه برابرې کړي.

د هغه د څرګندونو له مخې، په وروستيو کلونو کې د هلمند درېيمه برخه سړکونه په اساسي ډول جوړ شوي او پاتې نور هم رغول شوي دي.

دغه راز د هغه د څرګندونو له مخې، د دې لپاره چې هلمند يو کرنيز ولايت دى، دوى هڅه کوي چې د دغه ولايت د ځمکو حاصلاتو ته د بازار موندنې لپاره له بزګرو سره مرسته وکړي او سيمه ييزې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

دى وايي، د امريکا متحدو ايالتونو په هلمند کې هغه کانالونه هم بېرته رغولي، چې له ١٩٥٠ تر ١٩٦٠ ميلادي کلونو يې جوړ کړي او په تېرو کلونو کې وران شوي وو.

خو ده وويل، چې د کرنې په برخه کې لويې بنسټيزې پروژې د افغانستان د دولت په کچه ملي تصميم ته اړتيا لري.

سرچينه زياتوي، چې د هلمند د ولايتي بيارغونې ډلې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په همکارۍ د نورو کوچنيو پروژو د پلې کولو ترڅنګ په دغه ولايت کې نوى هوايي ډګر جوړ کړى چې سيمه ييز چارواکي او خلک ترې ډېر خوښ دي.

دغه راز هغه وايي، چې د هلمند د کجکي د برېښنا بند دوه توربينونه هم د امريکا د متحدو ايالتونو په مرسته نصب شوي دي.

ده وويل، چې اوسمهال د کجکي د برېښنا بند ٣٣ مېګاواټه برېښنا توليدوي او پر لښکرګاه ښار سربېره کندهار ولايت ته هم برېښنا ورکوي.

د هغه په وينا، که څه هم د کجکي د برېښنا بند پر وړاندې ننګونې ډېرې دي، خو د درېيم توربين د فعالولو لپاره د دوى هڅې روانې دي.

هغه د يادو ننګونو په اړه نور څه ونه ويل.

هلمند د افغانستان په سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې پخوا د هېواد د ټولو ولايتونو په پرتله وسلوال طالبان په کې ډېر فعال وو.

دغه راز دغه ولايت د کوکنارو په کر او توليد کې هم نوم لري او په افغانستان کې تر ټولو ډېر کوکنار په دغه ولايت کې کرل کېږي.

دا مهال افغانستان د نړۍ نږدې ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.