هرات (پژواک١٠ وږى ٩١): د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا په بريد او په فارسي ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي او د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د هرات امنيه قوماندا مل پاسوال عبدالحميد حميدى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د فارسي امنيه قوماندان سرڅارمن فضل احمد له يو شمېر پوليسو سره د ګزمې په موخه تلل، چې د ولسوالۍ د مرکز په څنډو کې د طالبانو له کمين سره مخ شول.
هغه وايي، چې له دغه کمين سره هم مهال چاودنه هم رامنځته شوه، چې له امله يې دوه پوليس ووژل شول او د فارسي د امنيه قوماندان په ګډون شپږ نور پوليس ټپيان شول.
حميدي زياته کړه، چې ټپيان په هرات ښار کې د ملي اردو د ٢٠٧ ظفر قول روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
په هرات کې د يوه طالب قوماندان په ګډون د پنځو تنو د نيولو خپر هم ورکړل شو.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري وايي، ملا سيف الدين دايزنگي، چې د هرات-بادغيس په لويه کې لاره کې د ورانکاره کړنو ترسره کوونکى و، د ملي امنيت د موظفينو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو.
هغه زياته کړه، چې دغه قوماندان د هرات د کرخ ولسوالۍ د بند سبزک په سيمه کې په ماين خښولو، انسان تښتونه، د مخابراتي شبکو د انتنونو په ويجاړولو او د خلکو په ځورولو کې لاس درلود.
نوري وايي، د مولوي انصار په ګډون دوه تنه نور چې د هرات_کندهار په لويه لاره کې يې په ورانکاره کړنو او طالبانو ته د اکمالاتو په رسولو کې لاس درلود هم د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شول.
هغه وويل، دغه راز هغه دوه کسان، چې په هرات کې به يې سوداګر ګواښل او پيسې به يې ترې غوښتې هم د ملي امنيت په عملياتو ونيول شول.
سرچينې څرګنده کړه، چې له يادو پنځو تنو څخه يوه اندازه وسله او مهمات هم لاس ته راغلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP