ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست اوسېدونکي په ښار کې د نشه يي توکو له خرڅلاو سر ټکوي

د خوست اوسېدونکي په ښار کې د نشه يي توکو له خرڅلاو سر ټکوي

author avatar
1 Sep 2012 - 14:17
د خوست اوسېدونکي په ښار کې د نشه يي توکو له خرڅلاو سر ټکوي
author avatar
1 Sep 2012 - 14:17

خوست ښار (پژواک ١١ وږى ٩١): د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې نشه يي توکي په زغرده خرڅيږي او امنيتي ځواکونه يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

ځايي چارواکي وايي ،چې په خوست کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ده، خو خلک يې اندېښنه څرګندوي، چې په زغرده د نشه يي توکو پلور د ځوانانو په راتلونکي بد اغېز کوي او د روږدو  په شمېر کې به ډېروالى رامنځ ته کړي.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي رفيع الله د وږي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ازادنه ډول د نشه يي توکو پلور به په خوست کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر کړي.

د هغه په وينا، په لرو پرتو سيمو سربېره،  ښار ته په نږدې سيمو کې او په ښار کې دننه په څرکند ډول په دوکانونو، سرايونو او پر موټرسايکلونو په ګرځنده ډول نشه يې توکي او په ځانکړې توګه چرس خرڅيږي.

نوموړي زياته کړه: ((په ښار کې په ښکاره توګه چرس او شراب خرڅيږي، نه يې دولت مخنيوى کوي او نه يې خلک مخه نيسي، اوس په ښار کې په ځينو ځايونو کې خاص کسان معلوم دي، چې هغوى شراب او چرس خرڅوي.))

د محدقيوم په نوم په خوست ښار کې يو بل دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې هره ورځ په ښکاره نشه يي توکي، روږدي کسان بې له کومې وېرې اخلي.

نوموړى وايي: ((دغه چرس او شراب چې خرڅيږي، کاروباريان يې ځکه ويره نه کوي، چې پوليس ورسره لاس لري او په خپله پوليس هم نشه يي توکي ترې اخلي.))

په چرسو يوه روږدي تن قيام الدين پژواک اژانس ته وويل، چې د نشه يې توکو لوى کاروبارونه په لرې پرتو سيمو کې ترسره کيږي، چې ښار ته نږدې کليو او په ښار کې دننه يې پلورونکي په عمده ډول ترې اخلي او بيا يې په روږدو کسانو په پرچون ډول خرڅوي.

د هغه په وينا، يواځې دوى دغه نشه يي توکي نه اخلي، بلکې هره ورځ يې ويني، چې په پوځي جامو کې په خوست ښار کې يو شمېر سرتېري چرس اخلي او په زغرده يې کاروي.

بل خوا د خوست امنيتي چارواکې وايي، چې دغه ولايت ته له پاکستان څخه نشه يي توکي راوړل کېږي او له همدې لارې بيا د هېواد نورو سيمو ته هم قاچاق کيږي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي پژواک اژانس ته ومنله، چې د خوست په ځينو سيمو کې يو شمېر کسان د نشه يې توکو کاروبار کوي.

خو دى وايي، چې د نشه يې توکو د خرڅلاو په تور يې ګڼ شمېر کسان نيولي، له څېړنو وروسته يې عدلي او قضايې ارګانو ته سپارلي او په راتلونکي کې به هم چا ته اجازه ورنه کړي، چې  نشه يې توکي وپلوري.

نوموړي دا رد کړه، چې ګواکې د دوى سرتېري دې په نشه يي توکو روږدي وي او د نشه يي توکو له کاروباريانو سره دې لاس ولري، خو زياته يې کړه، چې که دوى ته په دې اړه څوک معلومات ورکړي، پر وړاندې به يې جدي غبرګون وښيي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه په خوست کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکو نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

د يادونې  ده، چې د خلکو په وينا، په خوست کې يواځې په چرسو روږدي کسانو شمېر ډېر نه دى، بلکې په شرابو هم ډېر شمېر ځوانان روږدي شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.