Language

د شینوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپي شو

 چاریکار( پژواک ١١ وږى ٩١): د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه وسلوال بريد کې ټپي شو، خو ولسوال يې له بريده روغ ووت.

د شينوارو ولسوال صاحبزاده ګل طارق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى ، ددې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمالک او يو شمېر پوليس په دوو رېنجر موټرو کې د پروان مرکز چاريکار ته پر لاره و، چې د مخالفينو له کمين سره مخ شول.

 هغه وويل ، چې په دې بريد کې يواځې عبدالمالک ټپي شو او بريدکوونکي له پوليسو سره تر لنډې نښتې وروسته وتښتېدل.

د ده په وينا، عبدالمالک د درملنې لپاره د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.

 د پروان روغتون يو ډاکټر ولي قادري وايي، چې عبدالمالک بډوډي ته نږدې د کلاشينکوف يوه مرمۍ خوړلې ، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى .

 د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.

 شاوخوا يوه مياشت مخکې کبيراحمد رحيل ، چې هغه مهال د شينوارو ولسوال و، هم ددې ولسوالۍ په درازګرد سيمه کې  له يو وسلوال بريد څخه روغ وتلى و.

Related Topics