Language

پر دانګام او سرکاڼو د پاکستان توغول شويو توغنديو يوه ماشومه ټپي کړه

اسعداباد (پژواک، ١١ وږى ٩١): د کونړ پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو پاکستانيو ځواکونو ٤٢ توغندي ويشتلي، چې له امله يې يوه ماشومه ټپي شوې ده.

 د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې بيا هم پاکستانيو ځواکونو د دانګام او سرکاڼو پر سرحدي ولسواليو دوه څلوېښت توغندي ويشتلي، چې په ترڅ کې يې يوه ماشومه ټپي شوې او شل څاروي له منځه تللي دي.

 نوموړى وايي، د دې بريدونو د مخنيوي لپاره په لوړه کچه ډيپلوماتيکې خبرې پيل شوي او دا مسئله د يوه درې اړخيز کمېسيون له خوا څېړل کېږي، چې په وينا يې ډېر ژر به د دې بريدونو مخه ونيول شي.

   له بلې خوا په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستانيو ځواکونو د توغنديزو بريدونو له امله له درې سوه څلوېښتو بې ځايه شوو کورنيو سره د دفاع وزارت له خوا د نهه قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.

 په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو روزنيز امر تورن جنرال محب الله وايي، د دفاع وزارت په لارښوونه يې له بې ځايه شويو کورنيو سره نهه قلمه خوراکي توکي چې چاى، لوبيا، وريجې، غوړي، نخود، بوره او نور مواد په کې شامل دي، مرسته وکړه.

 هغه وايي چې دغو مرستو ته به نور هم دوام ورکړل شي. 

 د مرستو د وېش پرمهال د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن د دفاع وزارت له خوا له دغو بې ځايه شوو کورنيو سره مرستې د پام وړ وبللې او د دې مرستو په دوام يې ټينګار وکړ.

 نوموړي په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى ستونزې به ډېر ژر هوارې شي او خلک به وکولاى شي چې خپلو سيمو ته بېرته ستانه شي.

 د دانګام يوه اوسېدونکي عمرخان د دفاع وزارت او افغان پوځ له مرستو او همکارۍ د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې افغان ملي پوځ دې په دې ولسوالى کې هم ځاى په ځاى شي.

 ده ډاډ ورکړ، چې ولسونه به له خپلو امنيتي ځواکونو سره د امنيتي حالت په پياوړتيا او د هېواد د دښمنانو د شومو کړنو په مخنيوي کې مرسته کوي.

 ياده دې وي، چې د دغو بريدونو له امله له سرحدي ولسواليو څخه نږدې څوارلس سوه کورنۍ بې ځايه شوي، چې په اسمار او اسعداباد کې ځاى په ځاى شوې دي.

Related Topics