ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروښتونو د حصارک سلګونه کورنۍ د څښاک د اوبو بې برخې کړې

اروښتونو د حصارک سلګونه کورنۍ د څښاک د اوبو بې برخې کړې

author avatar
2 Sep 2012 - 16:30
اروښتونو د حصارک سلګونه کورنۍ د څښاک د اوبو بې برخې کړې
author avatar
2 Sep 2012 - 16:30

جلال اباد (پژواک ١٢ وږى ٩١): وروستيو اورښتونو د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو له نعمت څخه بې برخې کړې دي.

د دغې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس ډاکټر محمدنعيم ولاړ د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه اونۍ وړاندې پر دې ولسوالۍ د سختې ګلۍ او بارانونو له امله سېلابونه راغلل او خلکو ته يې درانه زيانونه واړول.

هغه زياته کړه، نه يواځې دا چې اورښتونو لسګونه څاروي او سلګونه جريبه کروندې له منځه يوړې ګڼ شمېر استنادي دېوالونه او کاريزونه يې هم ونړول.

د پرمختيايي شورا رييس وايي، چې د غونډۍ، لاجيګړ او جوکان کليو د درې کيلومتره کاريز د سېلاب خټو ډک کړى، چې د دغې سيمې نږدې دوه زره کورنۍ يې د څښاک له اوبو بې برخې کړې دي.

ډاکټر ولاړ وويل، چې د څښاک د اوبو ترڅنګ د کاريز ډکېدنې له امله زر جريبه کرنيزه ځمکه هم له اوبه خور څخه لوېدلې ده.

دغې سرچينې وويل، چې هر وخت د اورښتونو او سېلابونو پر مهال د سر او مال زيانونه ويني خو دولت او موسسې ورسره مرسته نه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د دوو کلونو راهيسې په دغه ولسوالۍ کې کومه رغنيزه پروژه نه ده پلې شوې؛ ځکه نو وسلوال مخالفين پر سيمه بشپړ نفوذ لري.

نعيم ولاړ وويل: ((که دولت رغنيزې پروژې پلې کړي ډاډ ورکوم، چې ولس به يې تر شا درېږي او مخالفين به کډه باروي.))

د لاجيکړ د کلي قومي مشر ملک سورګل پژواک ته وويل، چې له يوې اونۍ راهيسې يې زنانه او ماشومان د نږدې غرونو له چينو څخه د څښاک اوبه راوړي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه: ((کاريز دومره ډک شوى چې موږ ولسي خلک يې د پاکولو توان نه لرو.))

د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف پژواک ته وويل، چې د غبرګولي له مياشتې راپه دېخوا د دې ولسوالۍ امنيت خراب شوى او يوه پروژه په کې هم نه ده ترسره شوې.

ولسوال ومنله، چې وروستيو اورښتونو سلګونه کورنۍ د اوبو له نعمته بې برخې کړې دي.

نوموړي پر دولت غږ وکړ، چې د کاريزونو پاکولو او استنادي دېوالونو جوړولو چارې دې پيل کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې ټول سکتوري رياستونو يې په دغې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر پروژې ترسره کړې دي.

نوموړي وويل، چې رغنيزې چارې ټکنۍ شوې، خو په بشپړه توګه نه دي درېدلې.

د هغه په وينا، که ولسوال او پرمختيايي شورا د ولايت مقام ته د بندو کاريزونو په اړه رسمي راپور ورکړي، ولايتي اداره به لاس پر کار شي.

حصارک د کابل او لوګر تر منځ د ننګرهار هغه لرې پرته ولسوالي ده، چې لارې يې وسلوالو مخالفينو په ماينونو پوښلې او د واورې د اورښت له امله بيا له مني تر پسرلي پورې ورتګ ناشونى وي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.