کابل (پژواک ١٢وږى ٩١): ناټو او امريکا هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دوى د افغان ملي ځواکونو د روزنې لړۍ بنده کړې ده خو زياتوي چې د نويو سيمييزو پوليسو د روزنې لړۍ يې لنډمهالې مودې لپاره درولې ده.
امريکايۍ ورځپاڼو نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ د وږي په ١٢مه په خپلو وروستيو ګڼو کې د ناټو د ځينو پټو سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې ګواکې دغه سازمان د افغان ملي ځواکونو او په ځانګړې توګه د ځانګړو عملياتي ځواکونو د روزنې لړۍ بنده کړې ده.
سرچينې ادعا کړې، چې دا لړۍ وروسته له هغه بنده شوه، چې د افغان ملي ځواکونو له خوا پر ناټو ځواکونو داخلي بريدونه زيات شول.
خو په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه ياد راپورونه ردوي او وايي، چې دوى هېڅ ډول داسې پرېکړه نه ده کړې.
په کابل کې د دغو ځواکونو يوه وياند ډګروال تهوماس کولېنز د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى يواځې په موقت ډول د ډېر کم شمېر (١٠٠٠) سيمه ييزو پوليسو د روزنې لړۍ درولې ده.
هغه زياته کړه: ((دا لړۍ مو د لنډې مودې لپاره له دې امله درولې، چې د افغان سيمه ييزو پوليسو پر ١٦ زره سرتېرو بيا کره کتنه وشي.))
سرچينه وايي چې يواځې د نويو سيمييزو پوليسو د روزنې لړۍ يې لنډمهالې مودې لپاره درولې ده
نوموړي دا هم رد کړه، چې ګواکې د افغان ځانګړو عملياتي ځواکونو روزنه هم درولې او زياته يې کړه، چې د دوى روزنه د پخوا په څېر روانه ده.
سرچينې زياته کړې، چې سيمه ييز پوليسو د امريکايي ځواکونو له خوا روزل کېږي او په دې کې ناټو هېڅ رول نه لري، ناټو د افغان ملي پوليس او ملي اردو روزنه پر غاړه لري.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان ملي ځواکونو په جامو کې او يا هم د ملي ځواکونو د سرتېرو له خوا پر ناټو ځواکونو د بريدونو لړۍ تنده شوې، چې په خپله افغان چارواکي او ناټو ځواکونه يې اندېښمن کړي دي.
له روان زېږديز کال راهيسې ٣٢ داډول داخلي بريدونه شوي چې له امله يې ٤٥ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايي دي.
له دغو بريدونو يې زيات شمېر تېره (اګست) مياشت کې ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ١٥ سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP