کابل (پژواک ١٢وږى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، لس وسلوال طالبان وژل شوي او ٣٢ ژوندي نيول شوي، خو طالبان يواځې د خپلو درېيو ملګرو د وژل کېدو او د څلورو د ټپي کېدو پخلى کوي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد وسلوال طالبان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتو کې په تخار، کندهار، اروزګان، غزنې، پکتيکا، پکتيا او هلمند ولايتونو کې وژل شوي او نيول شوي دي.
سرچينه ليکي، چې په دغو عملياتو کې يو وسلوال طالب ټپي شوى هم دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو عملياتو کې ١١ ميله ډول، ډول وسلې، څلور مخابرې، لس کړۍ ماينونه، لس لاسي بمونه، ۹۵ کيلوګرامه چاودېدونکې توکې، دوه موټر سايکلونه، ۲۱۵ دانې د درنو وسلو مرمۍ او په سلګونو د سپکو وسلو مرمۍ د پوليسو لاسته ورغلې دي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ د بغلان، کندوز او هرات په ولايتونو کې د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي درې ماينونه هم شنډ شوي دي.
خو وسلوال طالبان دغه څرګندونې ردوي او وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوى درې ملګري وژل شوى او څلور نوربرسېرن تپيان دي.
د وسلوال طالبان وياند ذبېح الله مجاهد پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو لسګونه بريدونه کړي چې له امله يې د يادو ځواکونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه دعوه کوي، چې په يادو سيمو کې د ګډو ځواکونو يو شمېر ټانکونه او رينجر موټر هم ماينونو الوځولي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو تېره ورځ څلور د انسان وژنې او غلا په تړاو د کابل ښار د اوومې او اتمې امنيتي حوزو په اړوندو سيمو کې نيولي دي.