Language

د کندوز په پېښه کې ١٧ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندز ښار (پژواک، ١٢ وږى ٩١): د کندوز والي وايي، چې خپلسرو وسلوالو نن سهار په ښار کې پر عامو خلکو ډزې کړې، لس تنه يې وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.

د کندوز والي محمدانور جنګدلک د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر د کندوز ښار اړوند د کنمو په سيمه کې وسلوالو طالبانو د خپلسرو غيرقانوني وسلوالو (اربکيانو) يو تن وژلى و او مړى يې په سيمه کې غورځولى و.

هغه زياته کړه، چې نن سهار دغو غيرقانوني وسلوالو، چې شمېر يې له شلو ډېر وو، د کنمو په سيمه کې د خپل ملګري په غچ کې پر عامو وګړو ډزې کړې.

د والي په وينا، په دې ډزو کې لس عام وګړي وژل شوي او اوه نور ټپي دي.

نوموړى وايي، چې له پېښې وروسته يې په ولايت کې يې بېړنۍ نظامي غونډه راوبلله او د پېښې له ارزونې وروسته يې هلته  امنيتي ځواکونه ولېږل، څو پېښه له نږدې وڅېړي او بريد کوونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د کنمو سيمه د شېرخان بندر پر لويه لاره د کندوز ښار په لس کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي محمدنعيم، چې د اربکيانو په ډزو يې دوه ورېرونه ټپي او روغتون ته يې راوړي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې د ٣٠ او ٤٠ تر منځ وسلوالو نن سهار په سيمه کې پر عامو خلکو ډزې وکړې.

هغه زياته کړه: ((دغو وسلوالو له عامو خلکو څخه د خپل پروني وژل شوي تن غچ واخيست، هر څوک چې به يې په لارو کوڅو کې ليدل ډزې يې پرې کولې.))

نوموړى وايي، چې ياد کسان په سيمه کې د قديرک او فيضک په نومونو د قوماندانانو وسلوال دي چې په ډېرو جرمونو کې لاس لري.

د نعيم په وينا، په سيمه کې لارې کوڅې بندې دي او څوک نه شي کولى چې خپل مړي او ټپيان ولېږدوي.

هغه زياته کړه: ((ما په خپله په سيمه کې ١٣ مړي وليدل او کېداى شي شمېره له دې هم زياته وي.))

اربکي هغو قومي ملېشو ته ويل کېږي، چې له معاش پرته د سيمې په امنيت کې برخه اخلي، دا ځواک په دولتي چوکاټ کې رسميت نه لري، خو د دولت له خوا د وسلوالو مخالفينو پر ضد حمايه  او تجهيز کېږي.

خو د کندز چارواکي وايي، چې ياد وسلوال هېڅ دولتي ملاتړ نه لري.