Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کامدېش کې څلور پوليس ووژل شول

جلال اباد (پژواک ١٢ وږى ٩١): د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي دي.

د نورستان والي تميم نورستاني د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کامدېش ولسوالۍ  د چنار خوړ په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه سرحدي او دوه ملي پوليس وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون قوماندانۍ وياند ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې د پوليسو د چټک غبرګون قطعې او سرحدي پوليسو موټر روان و، چې پرې چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې دوه د چټک غبرګون او يو سرحدي پوليس او بل عام وګړى وژل شوي او دوه سرحدي پوليس ټپيان دي.

مومند وايي، چې دواړه ټپيان د ايساف ځواکونو له خوا د درملنې په موخه بګرام لېږدول شوي، چې د يوه يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.