Language

په پکتيکا کې يوې مور څلور ماشومان وزېږول

ښرنه ( پژواک، ١٣ وږى ٩١ ) : د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې ښار په ملکي روغتون يوې مور    څلور ماشومان زېږولي دي.

د ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکټر چنارګل د وږي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملاجان محمد په نوم د يوه تن مېرمنې، چې د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د سلېمانزو د سيمې اوسېدونکې ده، څلور ماشومان زېږولي دي.

د نوموړي په خبره ،چې تېره شپه د روغتون  نسايي ولادي څانګې ته دغه ناروغه مېرمن راوړل شوې وه ، چې له برياليو عملياتو وروسته يې په يوه وخت څلور نارينه ماشومان راوړل.

ډاکټر چنار ګل وايي، چې د روغتون روغتيايي ډله په دې هڅه کې ده ، چې د يادو ماشومانو   ښه پالنه او درملنه وکړي.

د نويو زېږېدلو ماشومانو پلار ملاجان محمد ددغو ماشومانو په زېږېدو او دخپلې مېرمنې په ښه روغتيايي حالت خوښ دی ، خو ددغوڅلورو واړو ماشومانو روزنې ته  اندېښمن دى .

د نوموړي په خبره ، چې له دغو ماشومانو به يې يو يادوه تنه بل چاته د روزنې اوپالنې په موخه ورکړي .

د روغتون د نسايي ولادي څانګې مشرې ډاکټر ليلا هم پژواک ته وويل ، چې تريوڅه مودې به هڅه وکړي، چې دغه ماشومان په خپل روغتون کې ښه وپالي او وساتي.

هغې د نويو زېږېدلو ماشومانو او د هغوى د مور روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

دا په داسې حال کې ده ، چې له دې مخکې هم په  ښرنه کې يوې مور په يوه وخت په ورته شمېر  ماشومان زېږولي وو ،چې له تېر يوه کال راهيسې هم ژوندي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.