مزارشريف (پژواك ١٤ وږى ۹۱): د سولې د عالي شورا مسوولين وايي، چې په بلخ ولايت كې د دولت اووه وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
د دغه ولايت د سولې د عالي شوار د كمېسيون مشر حاجي اخترمحمد ابراهيم خېل د وږي په ۱۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت كې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دولت د مخالفو وسلوالو د يو ځاى كېدو لړۍ په ښه توګه روانه ده.
نوموړي زياته كړه، چې په همدې لړ كې د قوماندان رحمت الله په مشرۍ د چاربولك ولسوالۍ اووه كسيزه وسلواله ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
د هغه په وينا، د دولت ياده مخالفه وسلواله ډله د سولې د عالي شورا د هر اړخيزو هڅو او د سيمې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د سولې له پروسې سره يو ځاى شوې ده.
د يادې ډلې قوماندان رحمت الله پژواك اژانس ته وويل، چې دوى د ځينو وړو ستونزو له امله له دولته مخ اړولى و، چې اوس په خپل مخالفت پېښمانه دي.
نوموړي زياته كړه، دوى پوه شول، چې روانه جګړه د اسلام په نوم نه، بلكې د افغانستان د ورانۍ په موخه روانه ده.
د هغه په وينا، دوى درك كړه، چې په روانه جګړه كې د اسلام په نامه ناوړه ګټه پورته كېده؛ نو ځكه ترې په شا شول او له دولت سره يو ځاى شول.
د يادونې ده، چې په بلخ ولايت كې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ كې د نننيو يو ځاى شوو مخالفو وسلوالو په ګډون د دولت ۴۵ وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.