Language

کابل (پژواک ١٥وږى٩١): د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، له افغانستان سره د ايران سياسي اړيکې په ښه حالت کې دي او هېواد يې تيار دى چې د افغانستان په سوله او ثبات کې د افغانانو مرسته وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي تېره ورځ د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د افغانستان او ايران ترمنځ د همکاريو د ګډ کمېسيون په څلورمه غونډه کې يې ګډون وکړ.

نوموړي د غونډې په پاى کې نن له خپل افغان سيال زلمي رسول سره په ګډه خبري ناسته کې د افغانستان او ايران ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت ښې وبللې.

هغه زياته کړه، چې سوداګريزې، فرهنګي، تحصيلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې اړيکې بايد د سياسي اړيکو ملاتړي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځيني افغان چارواکي او غربي هېوادونه وايي، چې ايران په افغانستان کې نا امنۍ ته لمن وهي خو د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، چې هېواد يې تيار دى چې د افغانستان په سوله او ثبات کې د افغانانو مرسته وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د يوې پوښتنې په ځواب کې چې پر ايران تور دى، چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او څه موده وړاندې په نيمروز ولايت کې د شوو ځانمرګو بريدونو پړه هم پر ايران واچول شوه، وويل، چې يو د بل په چارو کې د نه لاسوهنې اصل ټولو منلى دى.

ده د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې ايران په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکارۍ په لړ کې په پام کې لري چې په خپل هېواد کې طالبانو ته دفتر پرانيزي وويل: “طالبانو ته د دفتر پرانيستلو په اړه؛ وګورئ! که مسئله د افغانستان کورنى امنيت وي، په يقين سره چې موږ له خپلو افغاني دوستانو سره په همغږۍ عمل کوو، کوم څه چې د افغانستان د دولت او خلکو مصلحت وي، موږ به هغه څه وکړو چې کولى شو، د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ترسره کړو.”

ايران څه موده وړاندې د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه اندېښنه وښوده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليکول نه يواځې د افغانستان امنيتي ستونزې نه هواروي، بلکې د تېرو لسو کلونو په شان په دغه هېواد کې نا امني او بې ثباتي لاپسې زياتوي.

خو صالحي په نننۍ غونډه کې وويل، چې که څه هم افغانستان په تېرو درېيو لسيزو کې د بهرنيو لاسوهنو له امله ډېرې ستونزې وګاللې، خو اوس د ډاډمن راتلونکي پر لور روان دى.

 د ده په وينا، د ګاونډيو هېوادونو امنيت او ټيکاو يو پر بل مستقيم اغېز لري او له همدې امله به ايران د ده په وينا، د ورور او ډاډ وړ هېواد په توګه په افغانستان کې د امنيت او د خلکو د هوساينې لپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

هغه د افغانستان او ايران ترمنځ سرحد د دوستۍ پوله وبلله او ويې ويل، چې دواړه هېوادونه به هڅه کوي چې دغه سرحد تل د دوستۍ د پولې په توګه وساتي.

صالحي همداراز افغانستان او ايران د ګډ تاريخ، فرهنګ لرونکي هېوادونه وبلل او ويې ويل، چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ بايد د نږدې اړيکو اسانتاوې لا ډېرې شي.

هغه وويل، چې افغان مهاجرو ته د ايران د حکومت په مرسته په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شول ترڅو يې په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته شي او له خپلو ټولو حقونو او امتيازاتو برخمن شي.

صالحي د افغانستان او ايران ترمنځ په نږدې سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې د ايران د چابهار له بندر څخه افغان سوداګر عملي ګټه پورته کړي.

له دغه بندر څخه د ګټې اخيستنې هوکړه ليک څه موده وړاندې د افغانستان او ايران ترمنځ لاسليک شو چې له مخې يې د ايران حکومت په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د ښه فعاليت لپاره پنځوس هکتاره ځمکه په واک کې ورکړې ده.

صالحي وويل، چې افغان سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالېږد لپاره هر وخت کولى شي له دې بندر څخه ګټه پورته کړي.

ده د چابهار بندر ته به اشاری زياته کړه: “يقنياً تر دې وروسته، څوک نه شي ويلى چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دى، بلکې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر داسې هېواد دى چې آزادو اوبو ته لاسرسى لري. دا د افغانستان د خلکو او ملت او همداراز د ايران د خلکو او ملت لپاره لويه لاسته راوړنه ده.”

د ايران د بهرنيو چارو وزير همداراز وويل، چې دواړه هېوادونه ډېر ښه امکانات لري او د يو بل د ملاتړي په توګه کولى شي په اقتصادي، تعليمي، سوداګريزو او نورو برخو کې همکاري ولري.

ده زياته کړه: “زموږ فريضه دا ده چې د افغانستان او ايران د ملتونو د هوساينې لپاره اسانتياوې برابرې کړو. داسې کار وکړو چې د دواړو هېوادونو خلک هوسا ژوند وکړي او په اسانۍ يو له بل سره په اړيکه کې وي او په اسانۍ سره يو له بله سره سوداګري وکړي او يو د بل له امکاناتو ګټه پورته کړي.”

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول هم وويل، چې د ايران د چابهار بندر د افغانستان لپاره ستراتيژيک اهميت لري او دا بندر به وکولى شي پر افغانستان د نورو هېوادونو فشارونه راکم کړي.

افغانستان اوسمهال خپل ډېر سوداګريز توکي له نړيوالو بازارونو د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې وړي راوړي چې افغان سوداګر يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او د کتونکو په باور پاکستان له دې لارې سياسي ګټه هم پورته کوي.

د امريکا متحده ايالتونو له افغان سوداګرو غوښتي چې له ٢٤ ايراني شرکتونو سره سوداګريزې اړيکې پرېکړې .

له زلمي رسول څخه وپوښتل شول، چې په دې اړه يې نظر څه دى؟

هغه وويل، چې په دې اړه به افغانستان خپلو ګټو ته په پام سره عمل کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په وينا، په ياده دوه ورځنۍ ناسته کې دواړه لوري په اقتصادي، سوداګريزو، فرهنګي، ترانزيټي او نورو برخو کې سره يو لړ موافقو ته ورسېدل.

زلمي رسول او صالحي د افغانستان او ايران ترمنځ د همکاريو د ګډ کمېسيون په پاى کې ٥٤ ماده ييز تفاهم ليک هم لاسليک کړ.

 په دې خبري ناسته کې د تفاهم ليک په اړه جزئيات وړاندې نه شول.

د ايران او افغانستان ګډ کمېسيون په ۱۳۸۳ لمريز کال کې جوړ شو؛ چې تر دې وړاندې يې دوه ځلې په تهران او يو ځل په کابل کې غونډه کړې ده.

Related Topics