اسعداباد (پژواک ١٥ وږى ٩١): په کونړ ولايت کې د پاکستاني بريدونو له امله له بې ځايو شوو کورنيو سره د مرستې لړۍ د وږي په ١٥مه په داسې حال کې پيل شوه، چې خلک د دغو بريدونو د مخنيوي غوښتنه کوي.
د کونړ د ځايي چارواکو په وينا، د روان لمريز کال له پيله راهيسې پاکستاني ځواکونه د دغه ولايت پر سرحدي ولسواليو بريدونه کوي، چې له امله يې شاوخوا ٥٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.
دغه مرستې له مرکز څخه د راغلي پلاوي تر څارنې لاندې نن له دوو سوه کورنيو سره پيل شوې.
له کابل څخه په راغلي پلاوي کې د کډوالو چارو او عامې روغتيا وزيران، او له پېښو سره د مبارزې د لوى رياست مسوولين شامل وو.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د دغو مرستو د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مرستې د دانګام او ناړۍ ولسواليو له بې ځايه شويو کورنيو سره وشوې.
وحيدي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو توپچي بريدونو د سيمې خلک زيانمن کړي او که نور يې مخه ونه نيول شي نو سيمه به له يو لوى ناورين سره مخ کړي.
د کډوالو چارو وزير جماهير انوري له بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستې پر مهال د کونړ د سرحدي سيمو مسئله ملي ستونزه ياده کړه او له بې ځايه شوو کورنيو سره يې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې له بې ځايه شويو کورنيو سره د کډوالو چارو وزارت له لوري د شپېته زره ډالرو په ارزښت مرسته ترسره شوه.
له پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر محمددايم کاکړ وويل، چې د دوى مرستې به دوام لري او له دغه کورنيو سره به نورې مرستې هم وکړي.
د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل له نورو روغتيايي مرستو سربېره د دانګام او ناړۍ ولسونو ته په مجهزو طبي وسايلو سمبال يو امبولانس موټر مرسته وکړه، چې د دغو بريدونو له امله به د ټپيانو د درملنې لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
د کونړ د ولسونو په استازيتوب رفېع الله حيدري له شوو مرستو مننه وکړه، خو د پاکستاني بريدونو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
د کونړ د بېړنيو مرستو د کمېټې مشر غلام علي ثبات پژواک ته وويل، چې هرې کورنۍ د لس زره افغانيو په ارزښت بېلابېل توکي ورکړل شول.
هغه زياته کړه، چې د مرستو دا لړۍ به تر څو ورځو پورې روانه وي.
د دانګام ولسوالۍ د کچلې د سيمې اوسېدونکى مرسلين د دې مرستو له امله مننه وکړه، خو زياته يې کړه، چې د مرستو پر ځاى دې حکومت د بريدونو مخه ونيسي.