ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي رحمت الله نبيل ته د غازي وزير محمداکبرخان مډال ورکړ

حامدکرزي رحمت الله نبيل ته د غازي وزير محمداکبرخان مډال ورکړ

author avatar
6 Sep 2012 - 16:19
حامدکرزي رحمت الله نبيل ته د غازي وزير محمداکبرخان مډال ورکړ
author avatar
6 Sep 2012 - 16:19

کابل ښار (پژواک، ١٦ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي امنيت مخکني رييس ډګر جنرال رحمت الله نبيل ته د هغه د ښو خدمتونو د ستاينې په موخه د غازي وزير محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره د وږي په ١٦مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مډال له ورکړې وروسته، ولسمشر نوموړي ته د مبارکۍ ويلو په ترڅ کې وويل: ((زما لپاره د ډېرې خوشالۍ ځای دی، چې د دې خاورې يو صديق او وطن دوست شخصيت ته د غازي وزير محمداکبرخان د عالي دولتي مډال وياړ وربښم.))

نوموړي زياته کړه، چې رحمت الله نبيل د لومړي ځل لپاره په جمهوري رياست کې د محافظت رياست بنسټ کېښود، چې په سيمه او د ټولې نړۍ په کچه به ساری ونه لري.

حامد کرزي د ملي امنيت په لوی رياست کې د نبيل دندې ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې د ملي امنيت د رياست لپاره د ده په دنده ګومارل په دې موخه ترسره شول، چې نوموړې اداره په يوه ملي، غير سياسي، ناپېيلې، د بشري حقونو ساتونکې او د افغانستان د خلکو لپاره په خدمتګاره اداره بدله کړي، چې په دې دنده کې موفق هم و.

ولسمشر کرزي د نبيل د ګوښه کولو په اړه وويل، چې د نوموړي بدلېدل او په نورو دندو کې د هغه ګومارنه هم په دې موخه وه، چې دغه اداره نوره يوه سياسي او په يو ګوند، قوم يا ډلې پورې تړلې اداره نه ده او رييسان به يې له هرو دوو کلونو وروسته په دوراني او مسلکي توګه ټاکل کېږي.

حامد کرزي هيله وکړه، چې د افغانستان امنيتي ادارې به د افغانستان د خلکو خدمتګارې ادارې وي او افغانان به په دې تمه خپل ژوند ته ادامه ورکوي چې حکومت او نورې ټولې ادارې به د دوی په خدمت او ساتنه کې کار وکړي.

وروسته د ملي امنيت د لوی رياست د منسوبينو په استازيتوب جنرال عبدالصبور خبرې وکړې او په تېرو دوو کلونو کې يې د دغې ادارې د غوره رهبرۍ او مديريت او په خپله دنده کې يې د نه ستړې کېدونکو هلوځلو له امله د ډګر جنرال رحمت الله نبيل د هڅو له امله مننه او قدرداني وکړه.

ده زياته کړه: ((موږ په تېرو دوو کلونو کې نه يواځې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې د نظر او عمل په يووالي سره خپلې چارې ترسره کړي، بلکې د ستونزو د له منځه وړلو او د امنيت د راوستلو لپاره مو پراخه پروګرامونه پلي کړي دي.))

په دغو مراسمو کې، چې په همدې موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړ شوي وو او په هغه کې د ملي امنيت د لوی رياست سرپرست اسدالله خالد او د دغې ادارې يو شمېر منسوبينو ګډون کړی و.

ولسمشر د ملي امنيت مخکني رييس رحمت الله نبيل ته، چې شپږ کاله يې د جمهوري رياست د محافظت د رياست دنده په بشپړه بريا ترسره کړه او له شاوخوا دوه کاله راهيسې يې د ملي امنيت د لوی رييس په توګه خپلې اړوندې دندې ترسره کړې، د هغه د غوره خدمتونو د تقدير په خاطر د غازي وزير محمداکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.