ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متحد اسلامي  حزب  د ټاکنو پر سيسټم نيوکه وکړه

متحد اسلامي حزب د ټاکنو پر سيسټم نيوکه وکړه

author avatar
6 Sep 2012 - 15:45
متحد اسلامي  حزب  د ټاکنو پر سيسټم نيوکه وکړه
author avatar
6 Sep 2012 - 15:45

کابل (پژواک ١٦ وږى ٩١): د سلاکار وزير وحيدالله سباوون په مشرۍ د متحد اسلامي حزب  د ټاکنو پر اوسني سيسټم نيوکه وکړه.

په کابل ښار کې نن (د وږي ١٦مه) د متحد اسلامي حزب غړو او مشرانو يوه غونډه درلوده، چې د خپلو حقونو غوښتل، د ټاکنو په سيسټم کې د نويو معيارونو غوښتل او د اسلامي اقتصادي سياست غوښتنې يې درلودې.

د ياد حزب مشر او سلاکار وزير وحيدالله سباوون په دې غونډه کې وويل، چې دولت يو شمېر خلکو چور کړ او اقتصادي سيسټم يې له يو مخې شړ دى او هېڅ د پرمختګ څرک نه په کې تر سترګو کېږي.

د هغه په وينا، يواځې اسلامي اقتصادي سيسټم کولاى شي د افغانستان اقتصاد ته پرمختګ ورکړي او د هر ډول درغليو او فساد مخنيوى وشي.

نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکې کې به دوى داسې يو چا ته رايه ورکوي، چې د دوى حريف او دښمن نه وي، د بريالي کېدو ډېر چانس ولري او د دوى د حقوقي حيثيت خوندي کېدو ته ژمن وي.

سباوون پر اوسني حکومت هم نيوکه وکړه، په داسې حال کې چې دوى له اوسني حکومت سره په تېرو څلورو دورو کې اوږه په اوږه ولاړ وو، خو په هغه ډول چې ښايي، دوى ته يې پوره حقوق نه دي ورکړي.

د ده په خبره، جګړه د حل لاره نه ده، بايد ښکېلې غاړې د سولې لار خپله کړي او موږ هم په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو او تر هغې به په کرار نه کېني، ترڅو سوله په هېواد کې ټينګه نه شي.

په دې غونډه کې د متحد اسلامي حزب يو شمېر نور غړو هم خبرې وکړې او د خپل حزب پر پراختيا او وده يې ټينګار وکړ.

د حزب اسلامي يوه ډله د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې په وسلواله مبارزه بوخته ده، يوه ډله يې د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د افغان دولت پلوې ده، چې تېره مياشت يې د کنګرې غونډه هم جوړه کړې وه.

دغه راز د ولسمشر حامد کرزي په قومي او قبايلو چارو کې سلاکار وزير وحيدالله سباوون په مشرۍ د متحد اسلامي حزب په نوم د حزب اسلامي د يوې بلې ډلې مشري کوي، چې د دولت پلوي بلل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.