ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف وايي ځانمرګى بريد شرعي جواز نه لري

سياف وايي ځانمرګى بريد شرعي جواز نه لري

کابل ( پژواک، ١٨وږى ٩١ ) : جهادي مشر او د ولسي جرګې غړى استاد سياف وايي ځانمرګي بريدونه شرعي جواز نلري او د نړۍ هېڅ ديني عالم نشي کولى دغو بريدونو ته شرعي توجيه وړاندې کړي. 

د دعوت ګوند مشر او پخواني جهادي رهبر استاد عبدالرب رسول سياف دغه څرګندونې نن د(وږي په ١٨مه) د دفاع د پخواني وزير او جهادي قوماندان د احمد شاه مسعود د مړينې د يوولسمې کاليزې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.

سياف وويل چې څوک چې د افغانستان له دولت سره جکړه کوي په حقيقت کې له “خداى او رسول سره جګړه کوي.”

سياف په هېواد کې ترسره کېدونکو ځانمرګيو بريدونو ته په اشارې سره وويل، چې دا ناروا ، ددين او اسلام خلاف عمل دى.

هغه د نړۍ ټول مفتيان او عالمان وننګول او ويې ويل چې دا کار په يوه کمزوري روايت سره نشي ثابتولى.

د ولسي جرګې دغه غړي وويل ، کومو مفتيانو، چې د ځانمرګيو بريدونو فتواوې ورکړي، ولې پخپله ، زامن  ، وروڼه او د کورنۍ نور غړي يې دغه کار نه کوي.

نوموړي زياته کړه : (( دغه مفتيان او عالمان چې د ځانمرګيو بريدونو فتواوې ورکوي، پخپله پوهيږي، چې دا ناروا علم دى. ))

سياف د يوه حديث شريف له حوالې ورکولو سره وويل ،چې څوک د اوسپنې او زهرو په وسيله ځان وژنه کوي، نو دوزخ ته به وغورځول شي او هلته به بيا هره ورځ دغه کار ترسره کوي.

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه، چې د ځانمرګي بريد کوونکيو، ورانکارو او هغو کسانو پر وړاندې، چې ځانمرګي او ورانکاري  رالېږي، له نیولو وروسته بېرته خوشې کوي.

نوموړي قران کريم او حديثو  ته په اشارې سره وويل ، هغه څوک چې په ځمکه کې فساد خپروي او بې ګناه خلک وژني، بايد ووژل شوي، لاسونه او پښې يې پرې او له ځمکې څخه ورک شي.

هغه زياته کړه : (( که چېرې حکومت پنځه ورانکاري د کابل ښار په پنځو دروازو کې په دار وځړوي، نو بيا به هېڅوک دغه کار ته زړه ښه نه کړي.))

پخواني جهادي رهبر د قران کريم ايتونو ته په حوالې ورکولو سره وويل ، چې په قصاص کې د انسانانو ژوند رانغښتى دى او دغه کار د نورو انسانانو د ژغورنې لامل ګرځي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.