ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: ولسمشر له درې ګونو قواوو سره پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه

شنونکي: ولسمشر له درې ګونو قواوو سره پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه

author avatar
8 Sep 2012 - 12:31
شنونکي: ولسمشر له درې ګونو قواوو سره پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه
author avatar
8 Sep 2012 - 12:31

کابل ښار (پژواک ١٨ وږى ٩١): شنونکي وايي، چې ولسمشر حامد کرزي له درې ګونو قواو سره پر خپله ژمنه پښې کېښودې او بيا يې له مصلحتونو کار واخيست.

ولسمشر کرزي څه موده مخکې د درې ګونو قواوو يوې بېړنۍ غونډې ته وويل، چې له دې وروسته به مصلحت ګرايي نه کوي او د اهل او مسلک پر بنسټ به قانوني اجراات کوي.

ولسمشر تېره چهار شنبې ولسي جرګې ته د دفاع وزارت لپاره بسم الله خان محمدي، د کورنيو چارو وزارت لپاره مجتبى پتنګ، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لپاره حاجي دين محمد او ملي امنيت لوى رياست لپاره اسدالله خالد ور وپېژندل.

له بحران څخه د نجات جبهې غړي امين الله شارق، د ولسي جرګې غړي نقيب الله فايق او د سياسي چارو کارپوه محمد حسن ولسمل په يوه ګردي مېز کې د دغې مسودې په اړه بحث وکړ.

دغه ازاد راډيويي تلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي. 

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه تېرکال يې د کب په ٢٢مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

امين الله شارق د دغې اوونۍ په بحث کې وويل، چې ولسمشر حامد کرزى د تل په څېر هر وخت په خپلو ژمنو نه دريږي او هېڅکله خپلې ژمنې سر ته نه رسوي.

د هغه په وينا، ولسمشر کرزي څه موده مخکې د ملي شورا په بېړنۍ غونډه کې وويل، چې نور به مصلحت نه کوي او کارونه به اهل کار ته سپاري، خو هېڅکله په ژمنه ونه درېد او بيا يې د مصلحت له مخې نوي وزيران ولسي جرګې ته ور وپېژندل.

نوموړي زياته کړه، تر څو دغو مهمو پوستونو ته ځواکمن، مسلکي او صادقه خلک ور ونه پېژندل شي، تر هغې د افغانستان د ستونزو لپاره د هوارۍ چانس نشته.

شايق وويل: ((دغه کسان موږ په تېرو لسو کلونو کې تجربه کړل او په خپلو دندو او مسووليتونو کې همېش ناکام وو، نو کرزى يې اوس په کوم نيت د بيا لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کوي.))

د ده په خبره، دغه کار د ولسمشر له خوا ولسي جرګې ته دې بې اعتنايۍ معنا ورکوي، چې داسې يو څوک چې يو ځل يې په يو پوست کې ترې رايه اخيستې وي، بيا يې ور پېژني.

د ولسي جرګې غړي نقيب الله فايق هم وويل، چې ولسمشر حامد کرزي له دوى سره ژمنه کړې وه، چې نور به له مصلحت څخه کار نه اخلي، خو اوس يې هم هر کار د مصلحتونو له مخې دى.

نوموړي زياته کړه، چې دوى د يوې قانوني مرجع په توګه ويلى شي، چې د بيا ځل لپاره د هماغه کسانو ولسي جرګې ته ور پېژندل مصلحت ګرايي ده، خو د قانون خلاف عمل نه دى.

د هغه په وينا، د ولسي جرګې د اصولو له مخې، يو څوک نه شي کولاى له يو وزارت څخه د سلب کېدو په صورت کې هماغه وزارت ته کانديد شي، خو د بل وزارت لپاره د کانديدېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

 د ده په خبره، ولسي جرګه صلاحيت لري، چې چا ته رايه ورکوي او چا ته يې نه ورکوي، خو دى يې په اړه اوس دقيق څه نه شي ويلى.

فايق وويل: ((محمدي د کورنيو چارو په وزارت کې موفق نه و، خو د دفاع په وزارت کې په خپلو دندو کې موفق و او ښه کارونه يې ترسره کړي دي او هيله من يم چې وکيلان به رايه ورکړي.))

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن ولسمل وايي، چې ولسمشر حامد کرزي په اوسني کار سره ولسي جرګه او خپل حيثيت ته ډېره لويه صدمه ورسوله.

د هغه په وينا، له دې وروسته به هېڅوک د ده په خبرو باور ونه کړي او هغه تل د يو څو ګوندونو تر اغېزې لاندې دى، چې په سر کې يې جمعيت اسلامي دى.

نوموړى زياته کړه، چې ولسمشر يواځې د دغو ګوندونو د خوشالولو او د ځان د پايښت لپاره هماغه پخوانۍ مهر کاروي.

ولسمل وويل: ((کرزى چې په تېرو ١٢ کلونو کې په قدرت موړ نه شو، نو له دې وروسته هم نه مړيږي او زما په فکر نور نه غواړي، چې ځان بيا ولسمشرۍ ته کانديد کړي او يا دې يې دغه کار د همدې لپاره کړى وي.))

د ده په خبره، ولسمشر له درې ګونو قواوو سره په خپله ژمنه پښې کېښودې او له دې وروسته هغه ته هېڅ وخت د دې تمه نه شي کېداى چې زموږ ټولنه به د بهبود پر لور روانه کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.