ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دوه کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د نورستان پوليس له زده کړو فارغ شول

له دوه کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د نورستان پوليس له زده کړو فارغ شول

author avatar
10 Sep 2012 - 17:49
له دوه کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د نورستان پوليس له زده کړو فارغ شول
author avatar
10 Sep 2012 - 17:49

جلال اباد ( پژواک ٢٠  وږى ٩١) : د لغمان د پوليسو له اکاډمۍ څخه د نظم عامې پوليسو ترڅنګ له دوه کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د نورستان د وانت وايګل ولسوالۍ اوه اتيا تنه افسران او پوليس له  نظامي زده کړو فارغ شول.

د کورنيو چارو وزارت د نظم عامې پوليسو درستيزوال جنرال زمري پيکان د وږي په ٢٠مه، په مهترلام اکاډمۍ کې ددې پوليسو دفراغت په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو پوليسو او ساتنمنانو له اتو څخه تر شپاړس اونيو زده کړې ترلاسه کړې دي.

دده پر وينا، فارغو شوو پوليسو تخنيکي، فکري او فزيکي زده کړې د مجربو داخلي استادانو له لوري ترلاسه کړې، چې نن بيرته خپلو ليکو ته لاړل .

جنرال پيکان وويل، د اصولو له مخې د نظم عامې پوليس نهه مياشتې زده کړې ترسره کوي، خو نن فارغ شوي پوليس په ځينو نا امنو سيمو کې په خدمت مصروف وو، چې زده کړې ترې  نيمګړې پاتې شوې وې.

د لغمان د روزنيز مرکز يوتن مشر څارمن محمدآجان پژواک اژانس ته وويل، چې روزل شوو پوليسو د زده کړو پرمهال د پوليسو له مسلک سره تړلي محاربوي، حقوقي، عملياتي زده کړو سره سره د ګزمې، چيک پاينټ او جمع نظام مهارتونه هم ترلاسه کړل.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني  وايي، چې په دغه ولايت کې د سختو امنيتي شرايطو او غرنيو لارو له امله دوه کاله دده پوليس نه دي توانيدلي، چې مسلکي زده کړې ترسره کړي.

نوموړي پرته له دې ،چې د قوماندانۍ اړوند پوليسو کره شمېره څرګنده کړي، پژواک ته وويل، چې ددغه ولايت پنځوس سلنه پوليس لاهم له مسلکي زده کړو بې برخې دي.

غلام الله وايي ، هغه پنځوس سلنه پوليس چې پوليسي زده کړې يې ترسره کړي د امنيه قوماندانۍ د تعليم او تربيې امريت ورته اړينې زده کړې ورکړې دي .

هغه زياته کړه ، دا لومړى ځل دى چې ددغه ولايت پوليس د پوليسو له روزنيز مرکز څخه د فراغت اسناد اخلي.

د طلا محمد په نوم د نظم عامې يوه پوليس، چې د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ او سميع الله نومى، چې د وانت وايګل ولسوالۍ د قوماندانۍ پوليس دي ، پژواک ته وويل،   هغه څه يې زده کړل، چې پخوا يې نه  و زده.

 د مهترلام روزنيز مرکز نږدې څلور کال مخکې جوړ شوى، چې شاوخوا پنځه زره پوليس او افسران يې روزلي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.