کابل(پژواک ٢١ وږى ٩١ ) : د افغانستان د کرکټ په شل اووريزو ولايتي سياليو کې د کوچيانو لوبډلې جوزجان او پنجشېر نورستان ته ماتې ورکړه.
د ٢٤ ولايتونو،کډوالو او کوچيانو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وږي په ١٥مه په کابل کې پيل شوې دي .
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وږي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د کوچيانو او جوزجان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه ،چې د کوچيانو لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې داوو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٣ منډې جوړې کړې، محمد سليم ٦٧ او عبيد تره خېل ٥٣ منډې جوړې کړې.
د وفا په وينا، د جوزجان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله يې په څوارلسم اوور کې په ٥٣ منډو وسوځېده او دغه راز دا لوبه د کوچيانو لوبډلې وګټله.
دى وايي، چې دکوچيانو له لوري شوکت او ضمير شېرزاد درې،درې او ظهير دوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وايي ،چې له غرمې وروسته د پنجشېر او نورستان ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د پنجشېر په بريا پاى ته ورسېده.
وفا وويل ، چې د پنجشېر لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٥٠ منډې جوړې کړې، ددوى له لوري نور الحق ٤٤ ، عبدالقهار ٢٣ او خالد امان ٢ منډې جوړې کړې.
د هغه په وينا، د نورستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله يې په شلو اورونو کې په ١٠٦ منډو وسوځېدله، د پنجشېر له لوري دل اغا درې، نور الحق او حاجي نصرت دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دا سيالۍ په اتو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشېر، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ، اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغېس لوبډلې شاملې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن